سات تيرينړیوال خبرونه

جاوېد امرخېل: غواړم د سېلاب ځپلو مرسته وکړم

جاوېد اميرخېل: غواړم د سېلاب ځپلو مرسته وکړم د افغانستان مشهور هنرمند جاوېد اميرخېل په يو شمېر هغه ولايتونو کې، چې سېلاب پکې راغلۍ او خلک ېې ځپلي ،غواړي د دغه ولایاتو خلکو سره مرسته وکړي،

ښاغلۍ اميرخېل په خپله فېسبوکپاڼه کې پوسټ کړۍ او لیکلي ېې دي، چې وخت د لاسنيوى دى. هغه وايي بدبختانه له څو ورځو راهيسې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د طبيعي پېښو له امله زموږ هېوادوالو سخت مشکلاتو سره مخ دي، نوموړي ویلي د پکتيا، مېدان وردګ، پروان، پنجشېر، لوګر او ځينې نورو ولايتونو خلکو ځاني او مالي زيانونه ګاللي دي. په داسې وخت کې موږ انساني او هېوادنى مسووليت دغو سېلاب ځپلو سره مرسته او د دوى مشکلات حل کول دي،

جاوېد وايي: زه او زما نور ملګري نيت لرو چې د سېلاب ځپلو کورنيو د خواخوږۍ لپاره سيمې ته لاړ شو.هغه په هېوادوالو هم غږ کړى دى چې په دې وخت کې دې له خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړي. ((په هېوادوالو غږ کوم چې خپلو خويندو او وروڼو سره دې سخت وخت کې ودرېږي، مرسته ورسره وکړي او لاسنيوى يې وکړي،

هېره دې نه وي چې تر دې مخکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو هم د سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره اعلان کړى دى.راشد خان چې په کارابين پريمئير ليګ کې لوبېږي، د سېلاب ځپلو لپاره د کومک په راټولولو هم لګيا دى او په انلاين بڼه غواړي چې سل زره پاونډه جمع کړي ترڅو سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي،

د راشد نه علاوه محمد نبي هم وايي، چې زړه يې له هېواد سره دى او له کارابين سياليو بېرته ګرځېدو سره سم به له سېلاب ځپلو سره خپلې مرستې وکړي.هغه غواړي چې په دې سخت وخت کې د هېوادوالو او په ځانګړي ډول د سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي او د دويي مشکلات رفع کړي ترڅو هېوادول احتیاج پاتې نشي،ځکه په دغه ځایونو کې د پخوا نه هم بد بختي ده او اوس سېلاب بیا یو نوۍ مشکل دۍ چې د دغه ځاۍ خلک ځپي،

جاوېد اميرخېل: غواړم د سېلاب ځپلو مرسته وکړم
جاوېد اميرخېل: غواړم د سېلاب ځپلو مرسته وکړم

بل خوا ته نجيب الله ځدراڼ هم له سېلاب ځپلو سره د مرستې غږ کړى دى او ويلي يې دي، چې هغه به د خپلې وسې سره سم له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.هغه خپله هم سېلاب ځپلو سره کومک کوي او په عام عوامو تجارانو او نورو پیسه دارو خلکو نه ېې غوښتي چې سېلاب ځپلو سره دې کومک وکړي، يادو ټولو لوبغاړو په هېواد کې دننه او بهر هم خلکو باندې غږ کړى دى چې له سېلاب ځپلو سره دې خپلې کومکونه وکړل،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button