نړیوال خبرونه

جمهوري غوښتونکی سناتور: د اوکراین پرېښودل به «له افغانستان هم بدتر حالت وي»

اړوند خبرونه:

ناټو چین ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین خلاف روسیې ته وسلې ورنه کړي

د ناټو ځینې غړي هېوادونه: “اوکراین ته ځواکونه، نه استوو”

جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام د مارچ ۹مه ویلي، د امریکا متحده ایالاتونه نشي کولی په داسې حال کې چې اوکراین د روسیې پر وړاندې جګړه کوي، خپلې مرستې پرې کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ولدیمیر زلنسکي او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د تودې شخړې وروسته، له اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو شریکول او پوځي مرستې وځنډولې. د امریکا چارواکو ویلي چې دا ځنډ “لنډمهاله” دی، خو دا یې نه دي ویلي چې مرستې به کله بیا پیل شي.

ګراهام په یوه مرکه کې ویلي: “که موږ له اوکراین سره خپلې مرستې بندې کړو، دا به له افغانستان څخه هم بدتر وي. زه فکر نه کوم چې (ټرمپ) دې د دې کار اراده ولري،”

نوموړي په دې مرکه کې ټینګار کړی چې له روسیې سره د اوکراین تر اوربند دې امریکا له اوکراین سره خپلې مرستې جاري وساتي.

نوموړی سناتور ټینګار کوي چې که واشنګټن د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکرار کړي، نو د امریکا لپاره به بد عواقب ولري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button