سات تيري

جنسي اړیکو ته د کمې لېوالتیا لاملونه

د ښځې او خاوند تر منځ د جنسي اړیکو مسئله خورا مهمه موضوع بلل کېږي

د بریتانیا ملي روغتیايي سیستم (اېن اېچ اېس) ویلي، په هرو پنځو نارینه وو کې یو یې جنسي اړیکو ته د لېوالتیا له کمېدو ځورېږي، په داسې حال کې چې ښځې له دې ستونزې ډېرې اغېزمنېدای شي. ځکه ځینې وخت یې ښايي د نارینه وو پرتله جنسي اړیکو ته د لېوالتیا کچه لوړه وي.

دا ښايي بېلابېل لاملونه ولري، خو جنسي اړیکو ته د لېوالتیا کموالی یا نشتوالی په دې معنا نه دی چې تاسو جدي طبي ستونزې لرئ یا ستاسو جنسي ژوند ته ګواښ موجود دی. ښايي د دې ځینې لاملونه ستاسو له کاري ژوند سره تړاو ولري (مثلا ایا تاسو د کار ځای یا دفتر کې کومه ستونزه لرئ؟) یا نورې ستونزې لکه فشار، او همدارنګه د ژوند ځینې نور پړاوونه لکه میندواري، ماشوم زېږون یا ماشوم ته د شېدو ورکړه.

نور ولولئ: د جنسي کمزورۍ د مخنیوي ۵ لارښوونې

خو که د جنسي لېوالتیا له لاسه ورکولو ستونزه په ناڅاپي ډول تکرار شي یا دوامداره وي، اړینه ده چې د هغې د لاملونو د معلومولو لپاره ګامونه پورته شي.

د رواني ناروغیو ډاکټره او د برازیل د جنسي درملو اتحادیې منشي کترینا ډی موریس وايي: “لومړی کار چې باید په اړه یې پوه شئ دا دی، چې د جنسي لېوالتیا د کمېدو لامل څه دی؟”

د جنسي غدو متخصص ډایګو فونسیکا بیا وايي، که د جنسي اړیکو کمېدل تر شپږو میاشتو دوام وکړي، نو دغه نښې باید یوازې د درملنې لپاره و ارزول.

نور ولولئ: د جنسي پیاوړتیا زیاتولو لپاره لاندې خواړه وخورئ

د هغه په وینا، دا مهمه ده چې د کلینیکي ارزونې په بهیر کې د هر کس وضعیت په پام کې ونیول شي.

د متخصصینو په مرسته، لاندې څلور ټکو ته اشاره کوو چې کولای شي د جنسي اړیکو لېوالتیا کې بدلون راولي.

پر جنسي اړیکو د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې د بدلونونو اغېزې

جنسي اړیکو ته د لېوالتیا کمېدل ځینې لاملونه لري. د فشار، ستړیا، په ورځني ژوند او چارو کې د بدلون له امله او هغه وخت چې جنسي اړیکو ته لېوالتیا وي، د ماشومانو پالنې ته پام واوړل.

ډاکټره کترینا وايي، دا اړینه نه ده چې جنسي اړیکو ته لېوالتیا دې د یوې ناروغۍ له امله وي ځکه د واده شویو مېرمنو لپاره دا عادي خبره ده چې د وخت په تېرېدو یې دا لېوالتیا کمېږي.

پر جنسي اړیکو د رواني ستونزو اغېز

د خپګان او فشار په څېر ستونزې کولای شي د جنسي اړیکو په غوښتنې کې د پام وړ کموالی راولي.

د ډاکټرې کترینا په وینا، په هغو ناروغانو کې چې خپګان تجربه کوي، جنسي اړیکو ته نه لېوالتیا یا د لېوالتیا کموالی په دماغ کې د کیمیاوي توازن نشتوالي له امله رامنځته کېږي ځکه چې د سیروټونین او ډوپامین بدلونونه د خوښۍ او روان پر احساساتو اغېز کوي.

“په داسې حالتونو کې، له درملنې سره پرمختګ ممکن دی.”

ځینې درمل چې د خپګان او فشار درملنې لپاره کارول کېږي، هم کولای شي جنسي اړیکو ته د لېوالتیا د کمښت لامل شي.

کارپوهان خبرداری ورکوي، د ډیپرېشن درملنه باید جنسي اړیکوته د لېوالتیا د کموالي یا نشتوالي له امله پرېنښودل شي، ځکه د خپګان درملنه نه کېږي او دا پخپله پر جنسي فعالیت اغېزه کوي، او د رواني درملو ناڅاپي بندول ښايي‌ خطرناکه وي.

کترینا وايي، “دا مهمه ده چې ناروغان په څرګنده توګه له ډاکټر سره هر ډول اندېښنې شریکې کړي، هغه ان که د جنسي غوښتنو په تړاو هم وي.”

ډاکټران وايي، د دې ستونزې لپاره کومه جادويي حل لار نشته. د هر شخص پېښه ځانګړې ده او درملنه یې هم په انفرادي تشخیص پورې اړه لري.

ډاکټران معمولا جوړو ته مشوره ورکوي چې د دې ستونزې په اړه له یو بل سره خبرې وکړي.

ډياګو فونسيکا وايي، د ژوند ملګري سره پر دې موضوع په ښکاره ډول خبرې کول د ناسم پوهاوي لامل نه کېږي، که څه هم کېدای شي دا يوه دردونکې خبر وي، خو دا له ملګرو سره مرسته کوي چې په ګډه په حالاتو ښه پوه شي او د حل لاره ورته ومومي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button