نړیوال خبرونه

جوبایډن د امریکا د بې پيلوټه الوتکو استفاده محدوده کړه

د امریکا ولسمشر جوبایډن یو حکم صادر کړی دی چې په غیر جنګي سیمو کې یې د بې پيلوټه الوتکو عملیات محدود کړي دي. د اسوشېټډ پرس خبري اژانس  لیکي دي چې د دغه حکم پر بنسټ په افغانستان او نورو غیر جنګي سیمو کې د امریکا د ولسمشر له تایید پرته د بې پیلوټه الوتکو عملیات به ترسره نه شي

له دې مخکې د امریکا دفاع وزارت او سي ای اې اجازه لرله چې د بې پیلوټه الوتکو په واسطه پر افغانستان او نورو غیرجنګي سیمو بریدونه وکړي. د سپینې ماڼۍ د کورني امنیت مشاوره لیز شیروډ رینډل وايي:«په غير جنګي سيمو کې د وژونکو او توقيفي عملياتو په اړه د ولسمشر جوبايدن لارښوونه د تروريزم پر ضد د متحده ایالاتو په عملیاتو کې د ښه هدف پېژندنې، لوړ کيفيت او د ملکي تلفاتو پر کموالي تاکيد کوي. د سیاسي چارو شنوونکی سلیم کاکړ څرګندوي:«جوبایډن راځي او د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو موضوع مطرح کوي، دوه بنسټيز بحثونه دي یو د اسلام له نړۍ د اوکراین په لور د امریکا د بهرني سیاست تمرکز یا پاملرنې موضوع او انډو پسفیک دی او دویم په هغو سیمو کې د امریکا د استخباراتو د وړتیاو کموالی دی.

نور یی ولوله | له ایرانه افغانستان ته د اړتیا وړ تېلو د ټرانزیټ موده وغځول شوه

نور یی ولوله | مجاهد: د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو لپاره په لوړه کچه کار روان دی

د بې پیلوټه الوتنې

دم ګړۍ آمریکا یوازې عراق او سوریه د جنګي سیمو په توګه په رسمیت پېژني او په هغو هېوادونو کې د آمریکا دفاع وزارت او استخبارات یې له بې پیلوټه الوتکو د استفادې په برخه کې ډېر واک لري. د آمریکا د ولسمشر له لوري د دغې لایحې په لاسلیک کېدو سره به د بې پیلوټه الوتکو عملیات په افغانستان، قبایلي سیمو، یمن او سومالیا کې تر ډېره محدود شي.

اسدالله ندیم

د پوځي چارو شنوونکی اسدالله نديم وویل:«تر ډېره چین او روسیې ته متوجه کېږي او د اوکراین جګړې ته او شونې ده چې امریکایان له طالبانو سره تعامل وکړي او طالبانو ته امتیازات ورکړي او د طالبانو له ځواکونو د هغو ډلو پر ضد چې د ترهګر یادېږي امریکا یې استفاده کړي.

د سیاسي چارو بل شنوونکی جنت فهیم چکري هم څرګندوي:«دا یو ښه ګام دی د دې سربېره چې د ملګرو ملتونو د امنیت په منشور کې راغلي دي که چېرې د کوم بل هېواد په واکمنۍ کې ځمکني، هوايي او یا هم سمندري عملیات کېږي باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه ولري. تر دې مخکې د آمریکا مخکیني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دغه هېواد دفاع وزارت او استخباراتي ادارې ته د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو په برخه کې بشپړ واک ورکړی وو. د بې پیلوټه الوتکې عملیات له لومړۍ نړۍوالې جګړې وروسته پراخ شول او آمریکا په دې برخه کې ډېره پانګونه کړې ده

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button