افغانستاننړۍ

جو بایډن د افغانستان په اړه محرم سند خپل کور کې پټ ساتلی و

اړوند خبرونه: 

مک‌کال افغانستان ته د امریکايي چارواکو سفر له افغانانو سره خیانت بولي

مایکل مککال دا له واقعیته لېرې بولي چې طالبان په سیمه کې د امریکا امنیتي شریکان دي

د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن د افغانستان په اړه یو محرم سند خپل کور کې پټ ساتلی و چې اوس پلټونکې ادارې موندلی او را ایستلی دی.

نوموړي هم منلې ده چې ده د مرستیال ولسمشرۍ له دورې وروسته یو محرم سند چې له افغانستان سره تړاو لري، ساتلی و، چې هغه د تاریخ لپاره خوندي کړي.

ویل شوي چې دا سند د هغه د شخصي کتابونو په منځ کې موندل شوی. په سند کې د امریکا د پوځ او په افغانستان کې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په اړه حساس معلومات شامل دي. بایډن د ځانګړي پلټونکي د تحقیقاتو پر مهال منلې چې ده غوښتل “تاریخ ثبت کړي” او د افغانستان په اړه خپل لیدلوری خوندي کړي.

په یاد سند کې، چې په ۲۰۰۹ کال کې په لاس کښل شوی، بایډن ولسمشر بارک اوباما ته لیکلی و چې په افغانستان کې د سرتېرو د زیاتوالي مخالف دی.

دا لیک د “تر ټولو محرم/حساسو معلوماتو” په کته ګورۍ کې راغلی و او د بایډن د ډیلاویر په ګراج کې، له نورو شخصي توسایلو سره یو ځای، په یو بکس کې موندل شوي و. د ذخیرې د ځای تصویرونه ښيي چې اسناد د کور له وسایلو لکه زینې او توکرۍ سره ګډ ساتل شوي وو.

که څه هم دا اسناد محرم وو، خو د ځانګړي پلټونکي راپور څرګنده کړه چې کومې جنایي قضیې ته اړتیا نشته. راپور یادونه کړې چې بایډن د مرستیال ولسمشر او وروسته د ولسمشر په توګه دا صلاحیت درلود چې محرم اسناد په خپل کور کې وساتي. پلټونکو همدا راز کوم شواهد ونه موندل چې بایډن دې له دندې تر وتلو وروسته په قصدي ډول اسناد ساتلي وي.

د دې اسنادو موندل یو ځل بیا د دولتي چارواکو له خوا د محرمو اسنادو د ساتنې په اړه بحثونه راژوندي کړي دي. سره له دې چې پلټونکو د تورونو وړاندیز ونه کړ، خو دوی د حساسو معلوماتو د خوندیتوب او مدیریت په اړه اندېښنې څرګندې کړې.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button