Uncategorized

حامد کرزی د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو او ښوونځيو د پرانیستو لپاره غوښتنه وکړه

پخوانی ولسمشر حامد کرزی د افغانانو ترمنځ خبرې اترې او د نجونو د ښوونځیو پرانیستل د هېواد لپاره مهم او حیاتي مسایل ګڼي.

په افغانستان کې د جاپان سفارت له بیا پرانیستو وروسته د دغه هېواد سفیر د اسلامي امارت له چارواکو سربېره له یو شمېر نورو افغان سیاستوالو سره هم کتلي دي. د ښاغلي کرزي په ټوېتري پیغام کې راغلي دي:«بین الافغاني مذاکرات او د نجونو د ښوونځیو بېرته پرانیستل د هېواد د ثبات او ودې لپاره حیاتي مسایل دي. د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي وايي:«د افغانانو ترمنځ مذاکرات ښه دي؛ خو هغه وخت اغېزناک کېدای شي چې د مذاکرې دواړه لوري د یو بل د دریځ درک ته حاضر شي. 

اسلامي امارت

په دې منځ کې اسلامي امارت وايي، په اوسني وخت کې د افغانانو تر منځ خبرو ته اړتیا نشته. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«په افغانستان کې سوله ټيکاو تامین شوی او مرکزي حکومت پر ټوله خاوره حاکمیت لري د خلکو امنیتي ستونزې کمې دي نو که څوک کوم نظر لري یا له هېواده بهر ژوند وي د اسلامي امارت له خوا د تماس کمېسیون جوړ شوی او له هغې لارې کولای شي خپل هېواد ته راستانه شي او خپل ژوند ته دوام ورکړي.

نور یی ولوله | انستان  کې د اقتصادي وضعیت په هکله د سره صلېب نړۍوالې کمېټې اندېښنه

نور یی ولوله | د ښار جوړونې وزارت: هند، افغانستان کې د خپلو پروژو بشپړولو ته لېواله دی

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت

ورته مهال د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست په افغانستان کې د جاپان له سفیر سره کتلي او په دې کتنه کې یې ویلي چې، له نړۍ سره د ښه تعامل غوښتونکی دی؛ خو په وینا یې نه شي کولی د دین او اسلامي ارزښتونو په تړاو مذاکره وکړي. 

دا هم ولولئ:  افغانانود کرونا ویروس نه څه درس واخیست ؟

له دې مخکې هم ځينې سیاسي څېرو له هېواده بهر او دننه په هېواد کې په افغانستان کې پر ملي بحث ټينګار کړی دی. خو اسلامي امارت تل د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د رامنځته کېدو په غبرګون کې ویلي دي چې د ملي بحث د رامنځته کېدو وخت تېر شوی دی

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button