Uncategorized

حبیب الرحمان حکمتیار : ولسمشر غني سره خبرې نه کیږي،

حبیب الرحمان حکمتیار : حکومت سره خبرې نه کیږي،د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار ځوی حبیب الرحمان حکمتیار په یوه مرکه کې ویلي، چې جمهور ریس غني سره یې وروستۍ لیدنه نه یادیږي، خو هغه داسې څوک دی، چې خبرې ورسره ډېرې سختې دي

دحبیب الرحمان په اند د پلار وروستۍ څرګندونې یې غلط تعبیر شوي او ویلي دي، چې دوی د جګړې لیکو ته د بیا ستنیدو اعلان نه دی کړی او نه دا اراده لري.د هغه پر وینا د ولسشری ماڼړی د محاصرې په اړه یې د پلار خبرې ځینو رسنیو غلطې نشر کړې وې هغه ټینګار لري، چې په سوله ییز ډول د خپلو حقونو د ترلاسه کولو او پلار سره یې د سولې تړون د ژمنو د تطبیق لپاره کار کوي.هغه حکومت دشوي تړون په نه عملي کولو تورنوي او وایي، چې پر دې تړون نه عمل ولسمشر غني او حکومت ته یې ننګ دی.هغه وايي باید تړون تر دې وړاندې عملي شوی وی.

حبیب الرحمن حکمتیار وایي په یاد شوي تړون کې د دوی تېروتنه دا وه، چې د کوم بهرني یا نړیوال منځګړي له ګډون پرته یې ولسمشر غني سره لاسلیک کړ او اوس یې د تړون اجرایوي ضمانت نه لیدل کیږي.د حبیب الرحمان په وینا، حکومت هغه عادي رتبه خلک هم له ماموریته ګوښه کوي، چې د حکمتیار پلويتوب کوي.

حبیب الرحمن په ورته وخت کې زیاتوي، چې د اوسني نظام ټولې لاسته راوړنې د ولسمشرغني اړوندې نه دي بلکې د ټولو دي، خو ولسمشر غني یې ځانته منسوبوي او د مدافع په بڼه یې د سولې د هڅو خنډ کیږي.له دې سره د حکمتیار زوی خبرداری ورکوي، چې د ولسمشر غني حکومت به د ډاکټر نجیب د حکومت په شان له منځه وپاشل شي او کودتا به ورباندې وشي.نو ښا به دا وي چې د اوسني وضعیت په سم مدیریت وشي

دا هم ولولئ:  اروپايي اتحادیه: روغتیايي خدماتو ته د افغان نجونو او ښځو لاسرسی اړین دی

یاده مرکه کې نوموړی له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو په لرلو ټینګار کوي او وایي، چې موږ د ګاونډیانو د مقابلې زور نه لرو، باید ښې اړیکې ورسره وپالو.هغه وايي باید د بهرنیو اړیکو پالیسي بیا ځلې کتنه وشي.او د بې ځایه منډو څخهځانونهوژغورو تر څو راتلونکي نسلونه مو په امن کې وساتل شي.

images 44 400x330 1

ده مشخصه نه کړه، چې ګاونډیانو نه یې هدف څوک دی، خو ګومان کیږي چې موخه به یې پاکستان وي.دغه هېواد سره حزب اسلامي ژورې اړیکې لري او ویل کیږي، چې مشر یې حکمتیار کابل ته راتلو نه مخکې هملته پاتې کېده. باید یاده کړو چې حکمتیار لا هم د سولې په اړه خپل دريځ په سم ډول ندی په ډاګه کړی.چې هغه په اینده کې څه غواړي.

لیلا حبيبي

لیلا حبيبي یوه د روغتيا او زده‌کړې خبریاله ده چې د طبي پرمختګونو، د ښوونځیو د اصلاحاتو او د عامه هوساینې د نوښتونو په اړه لیکنې کوي. د هغې کار د ټولنې د روغ ژوند او تعلیمي ودې په ترویج تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button