ځایی

حسن کاظمی ویلی طالبان دی ټول شموله حکومت جوړ کړی

 افغانستان  افغانستان

د ايران ځانګړی استازی هیله مند دی چی  په افغانستان کې يو پیاوړی  حکومت جوړ شي د افغانستان لپاره د ايران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي مرکز  کابل ته له رسېدو څخه  وروسته ويلي چې د ګډ کار لپاره ښه موقعی  شته  هيله لرو چی افغانستان کې  اوس د خپلو  وګړو په لاس کې دی يو پیاوړی  حکومت جوړ شي

چې د ټولو په خوښه وي ښاغلي قمي په کابل هوايي ډګر کې خبریالانو ته ویلی چی د دې لپاره افغانستان ته راغلی چې څنګه کېدلای  شي د ایران افغانستان او سیمې په کچه رغیدنی مرستی  رامنځته شي. نوموړی وايي امنیت او اقتصادي مرستی او اړیکي هغه موضوعات دي،چې دی به یې په اړه  خبرې وکړی. له دې وړاندی  کابل کې د ایران سفارت په یوه پیغام کې ویل شوي ښاغلی کاظمي به کابل کې د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو  سره لیدنه کوی . سمیه ییز مسائل، کډوالي، بشری مرستې او د یوه ټول شموله  حکومت رامنځته کېدل

 هغه موضوعات بلل شوي چې د ایران سفارت ویلی ښاغلی کاظمي به له طالبانو سره پرې خبری وکړی.

دا هم ولولئ | د کرېکټ نړیوال جام: انګلستان او استرالیا نیمه پایلوبې ته ورسېدل

له دې وړاندی  د ایران خارجه وزارت ویاند ویلي و د ګاونډیو هېوادونو تر منځ دغه ډول تګ راتګ و او بهیر  به وکړي. د یادونې  وړ ده  چې د اکتوبر وروستیو کې د ایران په کوربتوب په مجازي بڼه د افغانستان ګاونډیانو غونډې ته طالبانو نه وو بلل شوي  خو طالبانو د افغانستان په اړه دا غونډه مهمه بللې وه. له هغې غونډې وړاندی  د ایران د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل ایران په افغانستان کې له ټولو اړخونو سره

تماس کې دی. همدا تېره اونۍ د کډوالو لپاره د ناروې کومېټې (این ار سي) مسوولینو وویل، هره ورځ له څلورو تر پنځو زرو افغانان د خپل سر خوندي کولو لپاره له افغانستان څخه  ایران ته تښتي. یاده کومېټه اټکل کوي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنی څخه  وروسته تر اوس مهال یواځی  ایران ته د رسېدلو افغان کډوالو

شمېر درې سوه زره وګړو  ته رسېږي چې ویلی  یې د ژمي له رانژدې کېدو څخه  سره به دې شمېر کې لکونه نور وګړی  هم زیات شي. د دې کومېټې مشر جان ایګیلانډ ایران ته د یوه سفر ترڅ کې وویل دوی په ایران کې له افغان کډواولو سره همکاری کوي خو ایران په یواځی  سر د دومره ډېرو کډوالو پالنه نه شي کولای.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button