لوبې

حضرت الله ځاځی نوی لوبډلمشر اعلان شو

حضرت الله ځاځی به د لوبډلې مشري هم کوي

د شپږیزې کرکټ لیګ کې به سږکال چټک توپوهونکی حضرت الله ځاځی د یوې لوبډلې لوبډلمشري هم په غاړه ولري، چې دا به د هغه لپاره نوی مسوولیت وي.

د شپږ هیوادونو کرکټ لیګ لپاره د هندوکش لوبډلې کپتان

د شپږیزې کرکټ لیګ لپاره د هندوکش ستوري لوبډلې له خوا حضرت الله ځاځی د لوبډلمشر او ترڅنګ يې عبدالله عادل د مرستیال لوبډلمشر په توګه اعلان شول.

د دغه لوبډلې په فېسبوکپاڼه کې لیکل شوي: د هندوکش ستوري لوبډله بلاخره د خپلو مینوالو انتظار پای ته رسوي او په راتلونکي اتم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ کې خپل لوبډلمشر او مرستیال لوبډلمشر اعلانوي.

نور یی ولوله | د هلمند د تړون له مخې د ایران حق‌ابې په اړه د کابل–تهران هوکړه

نور یی ولوله | مولوي عبدالکبیر: امارت د نړۍ له هېوادونو سره نېکې اړیکې غواړي

دوی همدا راز مخکې لیکي: د پرېکړې په اساس د ملي لوبډلې د پیل بریدګر او په افغان توپ وهونکو کې په شپږو توپونو د پرلپسې شپږ شپږیزو ترسره کوونکی حضرت الله ځاځی د هندوکش ستوري د لوبډلې لوبډلمشر او د ملي الف لوبډلې چټک توپ اچونکی عبدالله عادل د مرستیال لوبډلمشر په حیث وټاکل شول.

د یادولو وړ ده، چې حضرت الله ځاځي تر دې مخکې لوبډلمشري نه ده کړې، خو هغه د خپلې چټکې لوبې له امله پېژندل کېږي. نوموړي په نړیوالو شل اوریزو لوبو په یوه لوبه کې دویمې زیاتې منډې هم ترلاسه کړي دي او افغانستان غوره لیګ کې يې په عبدالله مزاري په یو اور کې ۶ شپږیزې هم وهلي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button