کورني خبرونه

حقاني: امریکا ځکه زموږ حکومت په رسمیت نه پېژني چې له افغانستان مو په زور ایستلې

سراج حقاني وايي امریکا مو ځکه په رسمیت نه پېژني چې افغانستان کې په ماته ورکړي ده

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په پکتیا کې یوې غونډې ته په خپله وینا کې ویلي، «امریکایان مو د کوتک په زور باسلي دي، ځکه مو په رسمیت نه پيژني.»

سراج الدین حقاني زیاتوي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د ځواکونو اېستلو سره هوښاري وکړه: «چې مونږ جنګ ته ور برابر شو دوی پښې سپکې کړې.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن جمعې ورځ د سلواغې په ۲۰ مه په پکتیا کې د سراج الدین حقاني د دوو غونډو ویناوې خپرې کړي دي.

نور ولولئ: سراج حقاني د ځینو طالب مشرانو پر کړنو ناخوښ ښکاري

نور ولولئ: طالبان د خصوصي روغتونونو د ښځینه ډاکټرانو او همکارانو معلومات څه کوي؟

نور ولولئ: د افغان ښځو او نجونو د نیولو پر سر د طالبانو او یوناما ناندرۍ

د امریکا پرضد د طالبانو پلانونه

سراج الدین حقاني په خپله وینا کې وايي «په دې اخري کلونو کې دومره زور او طاقت الله مجاهدینو ته ورکړ، چې په یو کال کې به یو پلان مونږ د خارجیانو لپاره امریکایانو لپاره نه جوړېدو، خو په دې اخر کال کې به په یوه ورځ کې سل او زر پلانونه جوړېدل، خو مونږ به دا مجاهدین را ټینگول< امریکایان مو په میټایانو، ګوړو او حلوا نه دي باسلي، بلکې د کوتک په زور مو باسلي، ځمکه مو په رسمیت نه پيژني.»

haqani2
افغانستان کې امریکايي ځواکونه

سراج الدین د خپلې وینا په یوه بله برخه کې وايي «جوبایډن دغه هوښیارتوب وکړ، چې ژر یې فیصله وکړه، مونږ سم جنګ ته ورته سیخ شوو، دوی پښې وباسلې.»

امریکا په خپله افغانستان طالبانو ته وسپاره

شنونکې وايي چې طالبانو افغان ځواکونه نه شول ماتولی، خو امریکا په سیمه کې د نوي لوبې د پیل په موخه په دوحه کې له طالبانو سره معامله وکړه او د یوه تړون له مخې یې دغه ډلې ته د افغانستان د واک واګي په لاس ورکړل.

له افغانستان د امریکايي‌ ځواکونو د اېستلو پرېکړه د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د حکومت او امریکايي پلاوي ترمنځ دوحه تړون کې شوې وه.

haqani1
افغانستان کې امریکايي ځواکونه

د ډونلډ ټرمپ د پرېکړې له مخې ټاکلې وه، ټول امریکایي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال په مۍ کې له افغانستان ووځي، خو جو بایډن دا پرېکړه تر اګسټ پورې وغځوله.

د هغه تړون له مخې، پکار و، طالبان ټولګډونه حکومت جوړ او ښځو او نجونو ته د زدکړو اجازه ور کړي. نړیواله ټولنه په تېره امریکا د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندلو لامل هم پر دوحه تړون د دې ډلې نه درېدل ښيي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button