Uncategorizedځاییکورني خبرونه

د جدي۶ پر افغانستان د شوروي یرغل ورځ؛ سراج حقاني: د طالبانو په حکومت کې ځان غوښتنه نه منل کېږي

 د طالبانو د کورنیو چارو وزیر وايي، د طالبانو په حکومت کې ځان غوښتنه ځای نه لري او نه منل کېږي

بل لور ته د طالبانو رییس الوزرا اداري مرستیال وايي چې موږ له مخالفینو غچ نه اخلو او دوی دا څرګندونې د جدي ۶ مې چې پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل سره سمه ده، په مراسمو کې وکړې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر وايي، د پخواني شوروي له پرځېدو وروسته په افغانستان کې د واک وږي په خپلو کې سره په جګړو واوښتل او کورنۍ جګړې له هماغه مهاله پیل شوې.

هغه ټینګار وکړ، چې د پخوانیو مشرانو د اختلافاتو له امله د افغانستان ولسي خلک له جهاده بېزاره شول او کرکه یې پیدا کړه.

حقاني په طالبانو غږ وکړ چې له تېر زده کړه وکړي

هغه زیاته کړه:« موږ باید له تېر وخته زده‌کړه وکړو او په ډېر دقت سره پر مخ ولاړ شو.»

سراج‌الدین حقاني چې تر دې وړاندې د طالبانو پر حکومت نیوکې کولې، دا پلا یې په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

نور ولولئ: کابلوف: طالبان ټول ګدونه حکومت جوړول نه غواړي

نور ولولئ: د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو نوي فشارونه

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د ۴۴مې کلیزې په اړه طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان د هیڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي او چا ته د دې اجازه هم نه ورکوي، چې د دوی په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي.

موږ له مخالفینو غچ نه اخلو

د طالبانو د رییس الوزرا ادارې مرستیال دیادې غونډې پر مهال وویل، له خپلو سیاسي مخالفانو څخه غچ نه اخلي.

salam hanifi
د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي

طالبانو د چهار شنبې په ورځ د (مرغومي ۶م) پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ورځې د ۴۴ مې کلیزي په یاد غونډه جوړه کړې وه چې ګڼو لوړ پوړو طالب چارواکو په کې ګډون درلود.

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د پخواني شوروي اتحاد برید په افغانستان کې د کورنیو جګړو، کډوالۍ او بې‌ګناه افغانانو د وژنو د لړۍ پیل و باله.

نوموړي پر افغانستان د امریکا د برید او د یادې ډلې د لومړۍ دورې پای ته رسېدو ته په اشاره وايي، امریکایانو د سولې د مذاکراتو پر مهال ورته ویلي وو چې، که پر افغانستان واکمن شئ نو له افغانستانه به د وینو حمام جوړ شي.

خو نوموړی وايي، له خپلو سیاسي مخالفانو څخه غچ نه اخلي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button