نړیوال خبرونه

حکومت دکندهار پنجوايي سیمه کې بې ځايه شويو کورنیو لپاره کورونه جوړوي

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ولایتي رياست وايي،چې پلان لرو چې د مهاجرینو لپاره د کندهارپنجوايي ولسوالۍ کي ١٠٠ اړمنو کورنیو لپاره کورونه جوړکړي دوي وايي دغه کورونه به اوس لپاره د ۱۰۰ کورنویو لپاره جوړيږي

کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست او ډبلیو ایچ او مؤسسې په همکارۍ د بو ان ایچ سي آر مرستندويه ادارې په بودیجه په پنجوایي ولسوالي کي ١٠٠ بېرته راستنېدونکو، داخلي بې ځایه سویو او بې وزله فامیلونو لپاره کورونه جوړېږي او د ښار په مختلفو ناحیو کي ٤٩١ اړمنو کورنیو لپاره د سولري برېښنا دوې پروژې عملي کېږيپه همدې مقصد د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو، ولایت مقام سټکوريَ خدماتو ریاستونو او د بو ان ایچ سي آر همکاري موسسې د مسولینو ترمنځ ولایت مقام کي د همږغۍ غونډه جوړه سوه او د پروژو د څرنګوالي په اړه بحث وشو او دويي د دغې پروژې په څرنګوالي باندی او پلانونو باندې هم خبرې اترې وشوې،

همدا راز د سولري بریښنا پروژه د کندهار ښار په (٧، ٨، ٩، ١٢) ښارې ناحیو کي د دریو میاشتو په اوږدو کي عملي کیږي، چي په تطبیق سره به یې په شرایطو برابر ٤٩١ بیرته راستنیدونکې، داخلي بې ځایه سوې او ځایي اړمني کورنیو ته د سولري برېښنا اسانتیا برابره شي، اوس وخت کې باید دولت دغو خلکو سره د الله د رضا لپاره مرسته وکړي ترڅو دويي هر فامیل خپل کور ولري اوو په ارامه فضا کې پکې ژوند وکړي،

د کندهارپنجوایې ولسوالي کي به په شرایطو برابر ١٠٠ بېرته راستنیدونکو او داخلي بې ځایه شویو فامیلونو لپاره د دوو خونو، یوه دهلېز او دوو تشنابونو په درلودلو کورونه جوړ شي، دغه کورونه کې به هواداره کوټې یا خونې وي ځکه د کندهار ډېره یخه نده او خلک غواړي چې دغو ځایونو کې ازاده او هوادار کورونه ولري،

د ولایت مقام مرستیال حاجي اغالالي دستګیري د داخلي بې ځایه سویو او راستنېدونکو کورنیو د لاسنیوي لپاره یاد پروګرام ګټور وباله او له مسؤلینو یې غوښتنه وکړه، چي په پوره شفافیت او روڼتیا دغه پروګرام تطبیق کړي.ښاغلي دستګیري د ځمکو د ملکیتونو قانوني چارې بشپړول، د مستحقو کورنیو په نښه کول، په اساسي ډول د کورنو جوړول، د کورنو لپاره ښه ډیزاین، اړتیا او شرایطو ته پام د پروګرام په ښه تطبیق کي ګټور وبلل او مسؤلینو ته یې سپارښته وکړه، چي دې برخو ته پاملرنه وکړي.

پاسینۍ دواړه پروژې د سیمه ییزو شوراګانو سره په همږغۍ عملي کیږي، تر څو د مستحقو کسانو د تثبیت پروسه په پوره روڼتیا سره ترسره شي، د کندهار خلک د دولت نه غواړي چې چې که دغه پروژې ژر تر ژره عملي یا پلي نشي نو دغه راستدونکې خلک به په خرابو کورونو کې ژوند کوي او یا به هم په خېمو کې زوند کولو ته اړ شي،

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې دولت باید ژر تر ژره دغه کورونه جوړول پیل کړي او بودیجه ورته ځانګړي کړي ترڅو دغه ځايي خلک ژر ت ر ژره خپل کورونه ولري او ارامه فضا کې ژوند وکړي، دا هم باید یاده کړو چې د دې وړاندې هم دولت مهاجرینو او بې ځایه شویو ته کورونه جوړ کړي دي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button