تجارت خبرونه

حکومت: پاکستان سره تازه تجارتي هوکړه د دواړو هېوادونو په ګټه ده

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ برخه کې تازه هوکړه د دواړو هېوادونو په ګټه ده او د افغانستان او پاکستان اقتصادي ودې ته لار پرانېزي.

د دغه وزارت ویاند مولوي زهیر ازادي راډیو ته وویل، کابل او اسلام اباد هوکړه کړې چې د یو بل له خاورېبه د سوداګریزو توکو د ټرانزیټ لپاره استفاده کوي. د نوموړي په خبره د ۱۴۰۱ لمریز کال د وري له لومړۍ نېټې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لاریو ازاد تګ راتګ پیل شي.

نور یی ولوله | د انتالیا دیپلوماسۍ فورم؛ امریکا له خپلو مهمو نړیوالو متحدانو سره پر افغانستان غږېږي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان هم پر خپل ټویټر لیکلي، د مارچ له ۲۱مې نېټې وروسته افغاني لارۍ چلوونکي کولی شي، پاکستان ته د صادراتو او وارداتو لپاره په کابل کې د پاکستان له سفارت او کندهار کې د دغه هېواد له کونسلګرۍ څخه پاکستان ته د ننوتو اجازه پاڼه ترلاسه کړي.

دغه شان پاکستانۍ لارۍ چلوونکي بیا کولی شي په پېښور او کوټه کې د افغانستان له کونسلګریو څخه ورته پاڼې ترلاسه کړي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button