اقتصاد او سوداګري

خلک په کابل کې له زړو افغانیو شکایت کوي

کابل کې صرافان او کاروباریان شکایت کوي چې خلک ماتې افغانۍ نه غواړي، وايي زړې دي

نږدې شپږ میاشتې وړاندې د افغانستان بانک په یوې خبرپاڼه کې ویلي و چې د «۱۰، ۲۰، ۵۰ او ۱۰۰» افغانیو نوي چاپ شوي بانک‌نوټونه یې پر خصوصي بانکونو وېشلې دي.

د یادو بانک‌نوټونو له وېش د شپږ میاشتو په تېرېدو لا هم د کابل پلازمېنې یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې تراوسه یې نوې افغاني بانک‌نوټونه نه دي ترلاسه کړي.

د کابل یو اوسېدونکي ذبېح‌الله وايي چې بازار کې د زړو افغانیو چلښت خلکو ته ستر سرخوږی جوړ کړی دی. د نوموړي په وینا، په ۱۰۰زره افغانیو کې یې ۳۰۰۰ افغانۍ جعلي وي.

نور ولولئ: ملګري ملتونه: که همکاری ونشی د افغانستان بانکي نظام به سقوط شی

هغه وویل: «پر پیسو باور نه کوي، وايي چې جعلي نه وي، څوک یې نه‌اخلي. ډېرې یې خرابې دي. په ۱۰۰زره افغانیو کې یې حتمآ ۳۰۰۰ ساختګي وي چې شاته یې یو او مخه یې بل ډول وي او تېروي یې.»

حامد چې د کابل د نوي ښار انصاري څلور لارې کې کې د سړک پر غاړه تېل خرڅوي، وايي، اړ دی چې له خلکو زړې پیسې واخلي، خو په وینا یې، له ده څخه بیا څوک زړې افغانۍ نه‌اخلي او «وايي، دا زړې دي.»

په دې اړه افغانستان بانک وايي

په ورته مهال یادو اندېښنو ته د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري وايي چې څه موده وړاندې یې بانکونو کې د ۱۰ او ۲۰ افغانیو د بدلېدو لړۍ پیل کړې او په وینا یې، خلک کولای شي، له فیس پرته خپلې زړې افغانۍ په نویو بدلې کړي.

نور ولولئ: افغانستان بانک له بانکونو څخه د مامورینو د معاشونو په ایستلو محدودیت لیري کړ

هغه وویل: «هېوادوال چې ۱۰ او ۲۰زړې افغانۍ لري، کولای شي سوداګریزو بانکونو او د افغانستان بانک نمایندګیو ته لاړ شي او خپلې زړې پیسې په نویو بدلې کړي. هېڅ کمېشن نشته او د ۵۰ او ۱۰۰ افغانیو د وېش بهیر به هم ډېر ژر پیل شي.»

خلک په ورځنیو راکړه ورکړه کې له ستونزو سره مخ دي

بل‌ځوا د اقتصادي چارو شنونکي عبدالنصیر رشتیا سلام‌وطندار ته وویل چې د زړو افغانیو شتون او خلکو ته د نویو افغاني بانک‌نوټونو نه رسېدنه لامل شوې چې خلک په ورځنیو راکړه ورکړه کې له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

هغه د نویو بانک‌نوټونو وېش د افغانستان بانک پولي سیاستونو پورې تړلي بولي او په وینا یې، دغه بانک «بازار کې اړتیا ته په کتو پیسې وړاندې کوي. که پیسې له اړتیا څخه ډېرې بازار ته وړاندې شي، د جدي ستونزو د رامنځته کېدو لامل کېږي، تورم رامنځته کېږي او د افغانۍ ارزښت ورسره راټيټېږي.»

دا په داسې مهال دی چې د افغانستان بانک د قانون له مخې، زړې افغانۍ له بازار څخه راټولېږي او سوځول کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button