نړیوال خبرونه

خلیلزاد له طالب مشرانو سره لیدل کتل شوي دي

د امریکا ځانګړس استاذس رلمس خلیلزاد له طالب استازو سره لیدل کتل شوي ديرځنډ بعد له هغه چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی کابل، اسلام آباد او تاشکند ته سفرونه وکړل، پرون شپه ناوخته یې په دوحه کې له طالب استازو سره هم د یوه اقتصادي پلاوي په ملتیا ماقات شوی دی،

بازې سرچينۍ وايي دواړو خواوې چې د قطر د خارجه چارو وزارت خاص استازي مطلق القحطاني هم په کې ګؤون کوو، د بین الافغاني خبرو په ژر پیلېدو او دغه راز د بندیانو په ژر خوشي کولو باندې خبرې شوې دي.دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې ولسمشر غني له ملي تلویزیون سره په خبرو کې وویل چې دوی به بې قید او شرطه طالب بندیان خوشي نه کړي خو په وینا یې چمتو دي له دغې وسله والې ډلې سره د سولې پّ راتګ کې د تل په څېر انعطاف وښیي.

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل اخيري بیان کې د زلمي خلیلزاد د طالبانو له مرستیال او د قطر د دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره د پنجشنبې په ورځ په دوحه کې له شوې ملاقات څخه پخلی کړی دی او وایي چې دواړو لوریو د سولې په روانه پروسه او د بین الافغاني خبرو په پیدلېدو بحث کړی دی.که څه هم طالبانو او د امریکا ځانګړي استازي تر اوسه پورې د بین الافغاني خبرو د وخت په هکله څه نه دي ویلي خو د حکومت یو شمېر چارواکي وايي چې روانه جولای به د دواړو خواوو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.

دا هم باید یاده کړو چې تر دې مخکې په ۲۰۱۵ م کال کې هم د پاکستان په مري ښارګي کې د افغان حکومت او طالبانو اول ځل خبرې د جولای په میاشت کې شوې وې.ویل کېږي چې له خلیلزاد سره د امریکا د نړیوالې پراختیا د پانګونې شرکت اجرايي ريیس اډم بولر هم ملتیا کوله. له خلیلزاد سره په روان سفر کې د بولر په مشرۍ یو اقتصادي پلاوی ملګری دی او هڅه کوي چې د سیمې هیوادونه اقتصادي همکاریو ته وهڅوي.

په دې ورستیو کې که له یو پلوه د بین الافني مذاکراتو لپاره هلې ځلې زیاتې شوې دي، بل پلو په ټول هېواد کې د تاوتریخوالي ګراف په کم سارې توګه لوړ شوی دی چې ولس او حکومت یې سخت اندېښمن کړی دی.

د یادونې وړ ده چې تېره هفته ولسمشرغني د ملي تلويزیون سره په مرکه کې وویل چې موونږ غواړو چې ژر بین الافغاني مزاکرات پيل کړو د یو سوال په ځواب کې ولسمشر غني وویل چې ښايي د طالب بندیانو لړۍ راروانې بکشنبې ته بشپړه کړو او ډېر ژر بین الافغاني مزاکرات پيل کړو نوموړې دا هم وویل چې که چېرته طالبانو تاوتريخوالي ته دوام ورکړ نو دا به د سولې خبرې ته سخت زیان ورسوي،

اوس وخت ددې رارسېدلۍ دۍ چې باید ټول افغانان او نورې زیدخل لورې باید په سمه توګه سره کیني او ژرتر ژره د بین الافغاني خبرو لار هواره کړي ترڅو دغه د ۴۰ کلو د جنګ او بدبختیو څخه نور افغانان خلاص شي ځکه افغانان د دې وړاندې ډېرې بدبختۍ او جنګونه تېر کړل باید نور ټول سره په یو مېز کيني اوو راغوهنډ شي چې د افغانستان د سولې لپاره یو سمه او جامع تګلاره جوړه کړي او دغه مظلوم افغان ملت نور د امن په ټغر کيني او ټول عام وګړي د امن په فضا‌‌ء کې ژوند تېر کړي،

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button