خلیل ارحمن حقاني په یوه چاودنه کې ووژل شو
د طالبانو لوړپوړی چارواکی خلیل حقاني په یوه چاودنه کې ووژل شو
په کابل کې د کډوالو چارو وزارت ته نږدې د دغه وزارت د وزیر خلیل رحمن حقاني پر موټر چاودنه شوې او نوموړی پکې وژل شوی. خلیل رحمن حقاني د جلال الدین حقاني ورور او د کورنیو چارو وزیر سراج حقاني تره دی، چې ددې ډلې په مهمو کسانو کې شمېرل کېده.
په کابل کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر نن خپل کاري دفتر ته د تګ پرمهال د یوې چاودنې په ترڅ کې وژل شوی.
حقاني نن ماسپښین په نښه شوی او په پېښه کې وژل شوی دی.
حقاني د وزارت دننه له جومات نه د راوتلو پرمهال په ځانمرګي برید کې ژوند بایللی.
خلیل رحمن حقاني د مولوي جلال الدین حقاني ورور او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره دی، چې ددې ډلې په مهمو کسانو کې شمېرل کېده.
خلیل رحمن حقاني ډیری په جرګو مرکو او د قومونو او قبایلو د همغږۍ په چارو کې بوخت و.
نور ولولئ: خلیل حقاني: عبدالله عبدالله راسره همکاري کړې او له سیاف سره یې ۲۰ غونډې کړي
نور ولولئ: د افغان کډوالو ستونزو د حل لپاره له ملکرو ملتونو د کډوالو چارو وزارت غوښتنه
نوموړي په دې وروستیو کې د خوست، پکتیا او پکتیکا د مختلفو قومونو مشران د افغانستان شمالي ولایتونو ته بیولي وو چې ددې سیمې له مشرانو سره له نږدې وپېژني.
هغه دغه راز د حقاني شبکې د نفوذ په ډیرولو کې ټاکونکی رول درلود.
حقاني څوک و؟
خلیل الرحمن حقاني پر ۱۹۶۶ کال زیږیدلی او له شوروي اتحاد سره جګړو کې یې ټاکونکی رول درلود. نوموړی د جلال الدین حقاني ورور او د طالبانو د کورنیو چارو د اوسني وزیر سراج الدین حقاني تره دی.
نوموړی په ۲۰۱۱ کال فبروري کې د امریکا مالیې وزارت په خپل تور نوملړ کې شامل کړ او پر سر یې پنځه میلیونه ډالره جایزه وټاکله.
د ۲۰۱۱ کال د فبروري پرنهمه، ملګرو ملتونو، د ۱۹۰۴(۲۰۰۹) پریکړه لیک د دویم پراګراف پراساس، خلیل حقاني د القاعدې، اسامه بن لادن، یا طالبانو سره د نږدې اړیکو په لرلو تورن کړ او د خپلو بندیزونو په نوملړ کې یې شامل کړ.
پاکستان کې بندي کېدل
خلیل الرحمن حقاني په ۲۰۰۳زیږدي کال کې پاکستاني ځواکونو ونیوه او زندان ته یې واچاوه، خو وروسته په ۲۰۰۷ کال کې چې د پاکستاني طالبانو بنسټګر بیت الله مسید شاوخوا ۳۰۰ پاکستاني پوځیان په جنوبي وزیرستان کې محاصره او ونیول، نوموړی د قومي مشرانو په منځګړتوب او د ځواکونو په تبادله کې خوشی شو.
نوموړي د طالبانو د لومړي رژیم له نسکورېدو ورسته په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې مرکزونو او په میرانشاه او میرعلې کې د افغان کډوالو کمپونو ته د بهرنیو جنګیالیو په انتقال کې ټاکونکی رول درلود او مالی لګښتونه یې ده او حاجي ابراهیم ور کول.