خوب لیدل؛ د ۸۳ ناروغیو له کم خطر سره یې حیرانوونکې اړیکه

خوب لیدل ښايي یوازې د شپې یوه عادي تجربه نه وي؛ د نږدې ۱۰۰ زره کسانو نوې څېړنه د REM خوب اوږده موده د ډیمنشیا، د زړه د نارسایۍ او یو شمېر نورو ناروغیو له کم خطر سره تړي.
کله چې د شپې سترګې پټې کړو، بدن مو ارامېږي، خو مغز په بشپړ ډول نه ویده کېږي. د شپې په یوه ځانګړي پړاو کې سترګې په چټکۍ خوځېږي، د مغز فعالیت بدلېږي او انسان معمولاً خوبونه ویني. ساینسپوهان دې پړاو ته REM وايي.
اوس یوه پراخه څېړنه دې پوښتنې ته نوې بڼه ورکړې: ایا خوب لیدل او هغه پړاو چې خوبونه پکې ډېر لیدل کېږي، زموږ له اوږدمهاله روغتیا سره هم اړیکه لري؟

څېړونکو د UK Biobank د ۹۵ زره څخه د ډېرو بالغانو د خوب معلومات وڅېړل. ګډونوالو د اوو ورځو لپاره پر مړوند ځانګړې وسیله تړلې وه، څو د هغوی د خوب موده او بېلابېل پړاوونه ثبت او وارزول شي. وروسته دغه کسان په منځني ډول نږدې نهه کاله تعقیب شول.
د خوبونو پړاو او ۸۳ ناروغۍ
پایلې د پام وړ وې. هغه کسان چې په REM خوب کې یې نسبتاً ډېر وخت تېر کړی و، په راتلونکو کلونو کې د ۸۳ روغتیايي حالتونو له ټیټ خطر سره تړاو درلود. په دې ډله کې د زړه، عصبي سیستم او نورو برخو ناروغۍ شاملې وې.
د څېړنې له مخې، شاوخوا ۴۸ دقیقې زیات REM خوب د زړه د نارسایۍ له ۲۶ سلنه ټیټ خطر، د ډیمنشیا له ۴۶ سلنه ټیټ خطر او د پارکینسونیزم له نږدې ۸۰ سلنه ټیټ خطر سره تړاو درلود.
همدا موندنې ښيي چې خوب لیدل باید یوازې د شپې د تصادفي کیسو په سترګه ونه کتل شي. REM د خوب یوه مهمه مرحله ده او د شپې په دویمه نیمایي کې یې پړاوونه عموماً اوږدېږي. خوب لیدل
له همدې امله، ډېر وختي پاڅېدل یا د شپې د خوب لنډول ممکن د REM د وروستیو اوږدو پړاوونو وخت راکم کړي. البته د خوبونو یادول او د REM کافي اندازه یو شی نه دي؛ یو څوک ممکن خپل خوبونه په یاد ونه لري، خو بیا هم REM خوب ولري.

یوازې REM نه، ژور خوب هم مهم دی
کیسه یوازې په خوب لیدل نه ختمېږي. څېړونکو وموندله چې د ژور خوب اوږده موده هم له ځینو مثبتو روغتیايي پایلو سره تړاو لري.
شاوخوا ۴۷.۵ دقیقې زیات ژور خوب د اوو روغتیايي حالتونو له ټیټ خطر سره تړلی و؛ په دغو حالتونو کې د دوهم ډول شکر او شدید خپګان په څېر ستونزې هم شاملې وې.
د خوب ټول وخت هم مهم و. په عمومي ډول د شپې له شپږو تر اتو ساعتونو خوب د ډېرو ناروغیو لپاره له تر ټولو ټیټ خطر سره تړاو درلود، په داسې حال کې چې له پنځو ساعتونو کم خوب د لسګونو روغتیايي ستونزو له لوړ خطر سره تړلی و.

خو د څېړنې تر ټولو مهم احتیاط باید هېر نه شي: دا پایلې نه ثابتوي چې ډېر REM خوب په مستقیم ډول د ډیمنشیا، پارکینسن یا زړه د ناروغیو مخه نیسي. څېړنه مشاهدهیي ده او یوازې اړیکه ښيي. حتی امکان لري چې د ځینو ناروغیو لومړني بدلونونه پخپله د انسان خوب اغېزمن کړي.
سره له دې محدودیتونو، څېړنه یوه مهمه خبره روښانه کوي: د روغتیا لپاره یوازې دا مهمه نه ده چې څو ساعته ویده کېږو؛ خوب لیدل، ژور خوب، د شپې پرلهپسې ویښېدل او د خوب منظم عادتونه هم د څېړونکو د پام وړ شاخصونه دي.



