تجارت خبرونه

خوست؛ د غلام‌خان بندر له لارې له پاکستان سره سوداګري ۵۰سلنه کمېدل

په خوست کې د غلام‌خان بندر له لارې له پاکستان سره سوداګري ۵۰سلنه راکمه شوي ده

په خوست کې سوداګر وايي، له پاکستان سره د سوداګرۍ راکمېدو ورته مالي زیانونه اړولي دي.

د خوست مسوولان او سوداګر وايي، دغه ولایت کې د غلام‌خان بندر له لارې پاکستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه ۵۰سلنه کمه شوې ده.

دوی وايي، ډېری هغو سوداګرو چې خپل سوداګریز توکي به یې پر دې لاره وړل او راوړل، د خپلې سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې غوره کړي دي.

له پاکستان سره ناڅرګندې تجارتي تګلارې

د خوست د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر نواب امیرزي وویل، د سوداګرۍ برخه کې ناڅرګندو تجارتي تګ‌لارو تل افغان سوداګر زیانمن کړي چې له امله یې دوی د سوداګریزو توکو صادرولو او واردولو لپاره نورو لارو ته مخه کړې.

trade (1)
د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري

نوموړي وویل: «د غلام‌خان بندر له لارې سوداګري او راکړه ورکړه کمه شوې. د تېرو کلونو په پرتله ۵۰سلنه کمه شوې. تېرکال به د ورځې ۳۰۰موټر صادرېدل، اوس ۵۰ موټر هم د ورځې نه‌ځي. که سخته پالیسي یې روانه وي، دا تجارت به صفر شي.»

نور ولولئ: پر ښځو د طالبانو د بندیزونو دوام؛ یو شمېر نجونو انلاین سوداګري پيل کړې

نور ولولئ: پاکستان سره سوداګري دپخواپه پرتله کمه شوې

خوست کې افغان سوداګر انور تڼی هم  وايي، د غلام‌خان بندر له لارې د سوداګرۍ کچې خورا شوې او په وینا یې، هر څه سیاست پورې تړل کېږي. «هره مسله سیاست پورې تړل کېږي. یوه لاره کې چې جنجال شي، ټولې لارې تړلي. سوداګر هم زیان ویني.»

دغه سوداګر ټینګار کوي چې د سوداګریزو راکړو ورکړو په برخه کې د پاکستان پلمو تل دوی زیانمن کړي.

د کراچۍ بندر پر ځای د چابهار بندر کارول

بل‌خوا د افغانستان ـ پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې مسوولان د غلام‌خان بندر له لارې د سوداګریزې راکړې ورکړې کچې کمېدل تاییدوي او وايي، ډېری افغان سوداګر د خپلې سوداګرۍ لپاره د ایران له تجاراتي لارو استفاده کوي.

د افغانستان ـ پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې اجرايي رییس نقیب‌الله صافي  وویل: «هر ځل چې پاکستان هره پلمه کړې، سوداګرو بدیلې لارې غوره کړي. لکه د بندر عباس او نورې لارې. بله خبره دا ده چې پخوا د سپین‌بولدک بندر تړل کېده، نو سوداګرو به د غلام‌خان بندر له لارې سوداګري کوله، اوس ۱۵ورځې کېږي چې سپین‌بولدک لاره خلاصه شوې او دې لارې باندې سوداګري کمه ده.»

د یادونې وړ ده چې پاکستان په افغانستان کې د هر نظام په راتګ سره سوداګریزې ستونزې نه دي هوارې کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button