اقتصاد او سوداګري

خوست کې د کرومایټ ډبرو د پروسس کارخونه پرانیستل شوې

اړوند خبرونه:

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

د خوست ځايي مسوولینو په یاد ولایت کې د ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت د کرومایټ ډبرو د پروسس کارخونې له پرانیستل‌کېدو خبر ورکړی.

د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو ویلي چې دا کارخونه د شرق نفرایټ او یلومون ګروپ له لوري په «تڼیو» ولسوالۍ کې پرانیستل شوې ده.

د مسوولینو په وینا چې یاده کارخونه په میاشتني ډول د ۱۵۰۰ ټنو کرومایټ ډبرو د پروسس وړتیا لري، چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول به ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

په ورته وخت کې د تڼیو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د دې کارخونې پر فعالېدو خوښي ښودلې او په دې ولسوالۍ کې د ورته بنسټیزو کارونو د پیلېدو غوښتنه کړې ده.

د دوی په وینا چې د دا ډول کارخونو جوړېدل او فعالېدل هېوادوالو ته د کاري زمینې د چمتوکولو په برخه کې ګټورې تمامېږي.

تر دې مخې هم په ځینو ولایتونو کې بېلابېلې پروژې پرانیستل شوې چې د هېوادوالو له هرکلي سره مخ شوې دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button