ستاسې اند او نظر

خوشاله او ګډ ژوند لپاره په پینجو خبرو عمل وکړئ

دلته د ګډ ژوند او اړیکو په هکله درته څو جملې لرو. .

په لومړي قدم کې بايد د هغه چا سره چې يو عمر به ژوند ورسره کوئ هېڅکله د درناوي اړیکه پرې نه کړئ، يانې هېڅکله يو بل ته د خپل زړه او سترګو درناوی ونه باسئ، مینه ځینې وخت ستاسې په لاس کې نه وي، کېدی شي ځینې وخت کمه شي، ځینې وخت زياته شي او ځينې وخت هم بېخي وي نه، خو درناوی ستاسې په لاس کې دی، که له داسې يو کس سره په اړیکه کې يئ چې يا تاسې ته درناوی نه لري او يا هم تاسې ورته درناوی نه لرئ، نو بايد د خپلې اړیکې په هکله جدي جدي فکر وکړئ.

که په خپله ستاسې د ملګرو ترمنځ وي او يا هم د هغې ملګري وي، نو د دوی په وړاندې مو د خپلې مېرمنې ځینې هغه کړنې وستايئ چې هغه پکې بريالۍ وي، هېڅکله د نورو په وړاندې داسې حرکت او خبره مه کوئ چې تاسې د يو بل په وړاندې يا د نورو په وړاندې کم راولي، دا داسې يوه غلطي ده چې تلافي کول یې يو بل عمر غواړي، د ملګرو او دوستانو په وړاندې د يو بل د ښو اړخونو تقدير کول او ستايل د دې سبب کېږي چې خاوند يا مېرمن په ځان ووياړي او په دې وياړ کې تاسې هم برخه لرئ.

يوه بله خطا چې جوړې يې ډیر وخت کوي، په ټولو فعاليتونو کې يو ځای ګډون کول دي، د يو بل سره د اندازې زيات وخت تېرول دي، که ټول وخت يو ځای تېر کړئ داسې نوي څه به پېدا نه کړئ چې يو بل ته ورڅخه خبرې وکړئ، نوى شی چې نه وي، هيجان هم نه وي، انسانان د داسې اړیکې څخه يو څه وخت وروسته خسته کېږي، له دې کبله کله کله مو مېرمن د خپلو خپلوانو کورته بوځئ او تاسې ورسره مه پاتې کېږئ، تاسې هم کله داسې ځينو ځايونو ته یوازې ولاړ شئ.

هر څه يو توازون لري، د مثال په ډول په هر کوچني شي خفګان بې ځايه دی، خو په هر شي سترګې پټول، په هر شي کې پرده کول، د هر شي په هکله ځان ناخبره نيول هم لويه خطا ده، دواړه دا ډول کړنې يوه خرابه پايله رامنځته کوي، د دې په ځای داسې يو څه چې واقعاً شعوري او پرلپسې خطا وي بايد سترګې ورباندې پټې نه شي او مقابل طرف په واضح ډول وويل شي چې تاسې د هغه له دې کړنې سخت ناراضه ياست، حتاً که لږ دعوې او دنګلې هم رامنځته کېدلې پروا یې مه کوئ، وروسته له دې بېرته پخلا کېږئ او داسې کېږئ لکه يوه نوې صفحه مو چې پرانیستې وي، البته په دې شرط چې په پرلپسې ډول او بې ځايه نه وي.

که هره ورځ يا هره اونۍ او هره مياشت يو کار کوئ، ډېر کله يو ډول خواړه خورئ، ډېر کله د چکر لپاره يو ځای ته ځئ، دا د يو وخت وروسته تاسې ته داسې کېږي لکه ښوونځی، چې هره ورځ ځئ، راځئ او زړه مو نور ورڅخه موړ وي، د دې په ځای نوي شيان وخورئ، ارزانه، ساده داسې شیان چې پخوا مو نه وي خوړلي، داسې ځايونو ته ولاړ شئ چې پخوا هېڅ نه يئ تللي، نوي فلمونه وګورئ، د فلم او يا هم سندرو لپاره لوی لوډسپيکر واخلئ او په لوړه اواز سندرې واورئ، د دې سره يو ځای تاسې هم سندرې ووايئ.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button