خپګان او په ځوانانو کې د زړه د ستونزو د زیاتوالی
نوې څېړنې ښیي چې هغه ځوانان چې په خپګان یا اضطراب اخته وي، د زړه د حملې، مغزي سکتې او د زړه د ستونزو سره مخامخ وي
د څیړونکو په وینا، د ځوانانو له پاره رواني روغتیا ته لومړیتوب ورکول مهم دي.
د جانز هاپکنز پوهنتون د طب پوهنځي د څیړونکو په وینا، د ځوانو له پاره رواني روغتیا ته لومړیتوب ورکول مهم دي، ځکه چې دا ممکن د زړه ناروغۍ کمولو او د زړه روغتیا ښه کولو کې مرسته وکړي.
نور ولولئ: څنګه ځان خوشاله ساتلی شو؟ هغه عادتونه چې باید په ورځني ژوند کې شامل شي
د ياد پوهنتون څېړنو موندلې ده چي هغو ځوانانو چې ويلي يې دي خپګان لري، د هغو په پرتله چې خپګان نه لري د زړه د ناروغۍ احتمال يې دوه برابره زیات دی. په دغه څېړنه کې ۵۹۴۰۰۰ کسان تر ازمويني لاندي نيول شوي دي.
د څیړونکو په وینا، څومره چې د انسان دماغي روغتیا ښه نه وي او د خپګان احساس کوي، هغومره د زړه د ناروغیو خطر هم زیاتیږي
د کارپوهانو په اند کله چې تاسو خپګان، اضطراب یا فشار تجربه کوئ، ستاسو د زړه ضربان او د وینې فشار لوړیږي، زړه ته د وینې جریان کمیږي او ستاسو بدن د فشار هورمون کورټیزول په لوړه کچه تولیدوي. کورټیزول هورمون په بدن کې د التهاب لامل کیږي، په داسې حال کې چې فشار او سوزش دواړه د زړه د ناروغیو له پاره د خطر لاملونه دي. سربيره پردې، کله چې خلک فشار، اضطراب، یا خپګان ولري، دوی ممکن د ستړیا احساس وکړي، نو دوی د سالم ژوند غوره کولو ته لږه ليوالتيا لري.
نور ولولئ: اوتېزم (رواني ګډوډي) څه ده او ماشومانو کې یې نښې څه دي؟
احتمالا دوی ډېر سګريټ څکي، لږ فعال وي، ډیر لږ یا ډیر خوب کوي، ډیر الکول څښي، او دوی ته وړاندیز شوي درمل نه اخلي. د وخت په تیریدو سره، دا غیر صحي چلند کولی شي د دغو کسانو د زړه ناروغۍ خطر زیات کړي.
څیړونکي ټینګار کوي چې ډاکټران باید په ناروغانو کې د خپګان تشخیص او د ضعیف رواني روغتیا ناروغانو ته ډیر پام وکړي چې ترڅو د زړه ناروغۍ خطر لاملونه کنټرول کړي.
هغه عادتونه چې د تصور خلاف سالم نه دي
که تاسو د ورځې په اوږدو کې د ستړیا، یا ناارمۍ احساس کوئ، نو د دې وخت رارسیدلی دی چې د خپل ژوند عادتونه کنټرول کړئ او په هغه کې بدلون راولئ.
د فوکس آنلاین د رپوټ له مخې، ځینې داسې عادتونه چې د سهار پر مهال سالم بريښي، په حقیقت کې ناسالم دي.
سمدلاسه له بستر څخه راوتل
د ويښيدلو له پاره مو کوک شوی ساعت زنگ وهي او تاسو له بستر څخه وځئ. په لومړي نظر کې، دا د ورځ پیل کولو له پاره یوه ښه لار ښکاري. خو د کارپوهانو په وینا، د فشار پایله کولی شي په بدن کې غیر ضروري فشار رامنځ ته کړي او حتی د اندیښنې لامل شي. نو که تاسو غواړئ خپله ورځ ډېره ژر پیل کړئ، یو څه وخت ونیسئ. د یو څو شيبو له پاره د خوب په بستره کې پاتې شئ، ورو ویښ شئ، د ځان پالنه وکړئ او د ورځي له پاره ځان چمتو کړئ.
د چرت وهلو دوام
له بلې خوا، د ويښولو ساعت بټنې ته بیا بيا فشار ورکول او څو ځله ویده کیدل په هماغه کچه سالم نه دی. دا د لږ ځنډ خوب پر دماغ اغیزه کوي. د خوب دوره له ۷۵ څخه تر ۹۰ دقیقو پورې دوام کوي او په منځني ډول، تاسو په یوه شپه کې له دریو څخه تر پنځو پورې د خوب له دورې څخه تیریږئ.