ژوندسات تيري

څنګه ځان خوشاله ساتلی شو؟ هغه عادتونه چې باید په ورځني ژوند کې شامل شي

پرته له دې چې یو انسان څومره سرګردانۍ او ستونزې لري، یو خوشاله او د قناعت وړ ژوند تل د ټولو په واک کې دی او د ځینو ورځنيو عادتونو په بدلېدو سره ترلاسه کیدونکی دی

په ورځنیو عادتونو کې مثبت بدلون راوستل د فشار د کچې کمېدو او د یو کس د خوښۍ زیاتیدو سبب کیږي، که څه هم چې د یو شمیر دغو عادتونو بدلول لږې ژمنې او زیات استقامت ته اړتیا لري.

موسکا کول:

ښایي ځینې خلک یوازې د خوشالۍ او خوښۍ پر مهال موسکا کوي او کله چې خپه او غمجن وي، د خندا لپاره ډېره لېوالتیا ونه لري، خو طبي څېړنو ښودلې چې د یو انسان د مزاجي حال په پام کې نیولو پرته تبسم او موسکا کول په مغزو کې د ډوپامین د تولید لامل کېږي او په پایله کې یې یو سړی خوشحاله کوي.

ورزش:

ورزش یوازې د بدن سلامتیا نه تضمینوي بلکې د علمي څیړنو له مخې منظم فزیکي تمرین فشار، اضطراب او خپګان راکموي او په ځان باور او خوښي رامنځته کوي. حتی په لږ ورزش سره، لکه په څو دقیقو پیاده مزل، یوګا یا په کور کې څو دقیقې د عضلاتو په نرم کولو اوتمرین سره هم کولی شي د ورزش په مثبتو اغیزو پوه شئ.

خوب:

د طبي څیړنو په بنسټ هر بالغ انسان باید هره شپه لږ تر لږه اوه ساعته خوب وکړي. مناسب خوب د ښې روغتیا، د دماغ د سم فعالیت او رواني روغتیا سره تړاو لري. یوې طبي څېړنې ښودلې چې کافي خوب د زړه د ناروغیو، خپګان او شکرې په ګډون د مزمنو ناروغیو خطر کموي.

هره شپه په ټاکلي وخت ويده کيدل او هر سهار په ټاکلي وخت پاڅيدل، له ويده کيدو مخکې حمام کول يا کتاب لوستل، له ويده کيدو مخکې د درنو خوراکونو څخه ډډه کول، د خوب کوټه يخه، خاموشه او تياره ساتل او د اوږد ورځني خوب څخه ډډه کول د شپې خوب د کیفیت د ښه کیدو سبب کیږي.

سم خوراک:

ځینې خواړه په عمومي توګه په فزیکي روغتیا اغیزه کوي او ځینې یې د انسان په مزاج اغیزه کوي. شکره په بدن کې د سیراټونین د ترشح یا خوشې کیدو لامل کیږي، خو دا غوره ده چې د بدن مصرفي شکره د صحي سرچینو لکه میوو، سبزیجاتو، حبوباتو او د غلو له دانو څخه تامین شي. په همدې ډول په پروټین بډایه خواړه لکه غوښه او ماهي په بدن کې د ډوپامین د خپریدو لامل ګرځي او د بدن د غښتلي کولو سربیره د ښه تمرکز او د خوښۍ د زیاتیدو لامل کیږي.

نور ولولئ: د خوشحاله او سالم ژوند 10 رازونه

د ورځې د بل هر وخت خواړو په پرتله د صحي سهارنۍ خوړل د ورځې په اوږدو کې د انرژي او خوښۍ په احساس کولو کې رول لوبوي او د سهارنۍ خوړل باید حذف نشي.

قدرداني او مننه کول:

د ژوندانه د ټولو ښو شیانو په خاطر مننه کول، د نورو ښیګنو تر څنګ د مزاج د ښه کیدو سبب کیږي او د علمي موندنو پر بنسټ د امید او خوښۍ احساس پیاوړی کوي. له همدې امله هره ورځ باید د هر هغه څه قدر وکړو چې په ژوند کې خوندور او د خوښۍ سبب کیږي. حتی د کوچنيو شیانو لکه یو پیاله چای یا کافي چې کوم همکار یې درکوي یا د لمر خوندور تودوخه، کیدای شي مننه یې وکړو او ګټه یې ترلاسه کړو. په دې توګه، یو شخص به په تدریجي ډول د خپل چاپیریال ډیری او لویې خوښۍ درک کوي او په قدردانۍ سره به پرې خوښ اوسي.

ژوره ساه اخیستل:

عصبي ستړیا، د عضلاتو شخ والی، د اوږو درد او داخلي تکلیف په ژوره ساه اخیستلو سره لږ څه راکمیږي. طبي څیړنو ښودلې چې د پوزې له لارې څو ځلې ورو او ژور تنفس کول پدې ډول چې سترګې پټې وساتل شي او د یوې خوږې خاطرې یا یو ښکلي ځای په اړه فکر وشي او بیا د خولې له لارې هوا وایستل شي د فشار او سترس د کمیدو سبب کیږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button