سیمه

خیبر پښتونخوا: پر پاکستاني پوځ ځانمرګي برید ۹ پوځیان وژلي دي

تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو ځانمرګي برید ۹ پوځیان ووژل او نور یې ټپیان کړل

د خيبر پښتونخوا د بنو په جاني خېل سيمه کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو د موټر پر کاروان بريد شوی چې په ترڅ کې یې نهه پوځيان وژل شوي‌ دي.

نور ولولئ: د پاکستان پوځ یو ځل بیا؛ ټي‌ټي‌پي افغانستان کې پټن‌ځایونه لري

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې (ISPR) له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ځانمرګی بريدګر پر موټرسايکل سپور و چې د پوځ‌ کاروان سره نژدې یې چاودنه کړې ده.

 په دې بريد کې پنځه تنه پوځيان ټپیان شوي

د پاکستان چارسمبالي‌ وزیر انوارلحق کاکړ دغه پېښه غندلې او وايي، “په بريد کې ګڼ شمېر ساتونکي ټپيان شوي‌ دي.”

د ځايي پوليسو په وينا، پر موټرسايکل سپاره ځانمرګي د جاني خېلو په سيمه کې د مالي خېلو پوستې ته نژدې هغه مهال چاودنه کړې چې د امنيتي‌ ځواکونو کاروان له سيمې د تېرېدو په حال کې و.

وژل شوي ‌او ټپيان د بنو پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.

تراوسه کومې ډلې يا شخص د دغه بريد مسووليت نه دی منلی.

د پاکستان پوځ په وينا، له بريد وروسته امنيتي‌ ځواکونو سيمه کلابنده کړې او عمليات يې پيل کړي دي.

په دې وروستیو کې امنیتي پېښې زیاتې شوي

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه خيبرپښتنوخوا او د بلوچستان ځینو سیمو کې وسله وال بریدونه زیات شوي چې تر ډېره پوځیان او امنیتي ادارې په نښه کېږي.

پاکستان په تېر کې د دغه ډول بريدونو پړه پر بلوڅ بېلتونپانو ډلو او پاکستاني طالبانو وراچولې ده.

د یادونې ده چې د پاکستان پوځ‌ څه موده وړاندې د ترهګرۍ ختمولو لپاره د شمالي وزیرستان شوال سیمه کې پراخ پوځي عملیات ترسره کړي‌ وو.‌

په دې سیمه کې ګڼې امنیتي او پلټونکې پوستې هم جوړې شوې دي.

نور ولولئ: د پاکستان پوځ وايي، د پاکستان او افغانستان تر منځ د اغزن تار غځولو چاره به په هر صورت بشپړه شي

د پاکستان پوځ‌ په ۲۰۱۴ کال هم شمالي وزیرستان کې د ترهګرو ځپلو لپاره د ضرب‌عضب په نام پراخ پوځي عملیات پيل کړل چې اوږده موده یې دوام درلود.

په دغو عملیاتو کې د سلګونو وسله والو د وژلو ادعا وشوه، خو ترڅنګ سلګونه زره ځايي اوسېدونکي هم د جنګ جګړو له وېرې د خپلو کلیو او مېنو پرېښودلو ته اړ شول.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان همدا ډلې د خپلو سیاستونو لپاره روزلي او مرکزونه یې ورکړي وو، خو په دې وروستیو کې یادو ډلو د پاکستاني پوځ خلاف عملیات پیل کړل چې اسلام اباد یې ډېر وارخطا کړی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button