سیمه ییز خبرونه

خیبر پښتونخوا: کورمه کې د شیعه او سني تر منځ جګړه

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمه کې د اهل تشیع او اهل تسنن تر منځ جګړه روانه ده

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمه کورمه کې له څو ورځو راهیسې د شیعه او سني وګړو تر منځ تر روانې سختې جګړې وروسته ایالتي حکومت له پوځ غوښتي چې مداخله وکړي او دا “خونړۍ جګړه” پای ته ورسوي.

نور ولولئ: د ټي ټي پي په برید کې څلور کسه پاکستاني پولیس افسران وژل شوي

یاده جګړه د جولايي اوومه پیل شوې په دې وسله واله نښته کې دواړه لوري د یوه بل پر ضد سپکې او درنې وسلې کاروي او د رسنیو د رپوټونو له مخې تر اوسه پکې یوولس تنه وژل شوي او تر اویا ډېر ژوبل دي.

دې جګړې د خلکو تر منځ وېره خپره کړې او د ځينو لارو د بندښت له کبله اړینو توکو ته لاس رسی سخت شوی دی.

هلته تېرې سې شنبې هم په پېواړ، ګېدو، بالېشخېل، خوار کلي، صدې، پاړه څمکني، مقبلو او علي زي سیمو کې جګړه شوې.

سیمې ته د امنیتي ځواکونو د وربللو غوښتنه

پاکستاني رسنۍ وايي، ایالتي حکومت د دغه هېواد له لومړي وزیر شهباز شریف غوښتي چې دې سیمې ته لا ډېر امنیتي ځواکونه ولېږي او په دې قبایلي سيمه کې د جګړې د لا پراخېدو مخه ونیسي.

په همدې ترڅ کې د خیبر پښتونخوا د قبایلي چارو ادارې ویلي، د دېرشو تنو یوه جرګه یې د منځګړیتوب لپاره کورمې ته لېږلې چې د دواړو لورو تر منځ‌ سوله او جوړجاړی وکړي.

په کورمه کې د شیعه او سني پښتنو تر منځ دا جګړه کومه نوې هغه نه ده بکې تر دې مخکې هم په ځلونو د دواړو لورو تر منځ‌ خونړۍ نښتې شوې دي او وروسته پاکستانی پوځ اړ شوی چې مداخله وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د محرم لسمه راروانه ده او د نورې مسلمانې نړۍ په څېر د کورمه شیعه هم دا ورځ د لویو غونډو او “جلوسونو” په ترڅ کې لمانځي او د کربلا د پېښې ویر کوي.

د جګړې د پیل څرنګوالی او پېښېدل

کورمه کې د تحریک حسیني پخواني مشر عابد حسین ویلي پر ډیورنډ کرښې هم د دوو قومونو ترمنځ ډزې شوې

شخړه لومړۍ د کورمې د بوشهرې ډنډر سیمه کې د بنګښ قوم د ځايي خلکو ترمنځ د ځمکې د مالکیت پر سر راپورته شوې‌ او وروسته د برې، کوزې او مرکزې کورمې نورو سیمو ته غځېدلې ده.‌

د رپوټونو له مخې یوه اړخ غوښتل چې پر دې ځمکه ابادي وکړي خو بل یې مخه نیولې ده چې بیا یې ترمنځ ډزې شوې دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button