نړیوال خبرونه

خیرخواه د هېواد د اسعاري شتمنیو د ازادېدو غوښتونکی شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وايي چې کنګل شوې اسعاري شتمنۍ په افغانانو پورې اړوندې دي، او د دغۍ شتمنۍ پر ازادېدو ټینګار کوي. 

خیرالله خیرخواه 

خیرالله خیرخواه وايي چې د افغانستان د شتمنیو کنګلتیا تر ټولو ډېر زیان خصوصي برخې او هېوادوالو ته رسولی او دغه پیسې باید له قید او شرط پرته ازادې شي. ښاغلي خیرخواه وویل:«زه یقیناً د حکومت لپاره دومره غوښتونکی نه یم، لکه چې د دغو خلکو کوم خصوصي شي باندې لاس وهل شوی دی، خصوصي پانګونه، د دوی خصوصي پیسې چې وې تراوسه پورې پرې لاس نیول شوی دی. نو حکومت دویم قدم دی، د حکومت هم دوی په ظلم ګرځولې دي، یو شی چې حکومت ته منسوبېږي هغه هم په ظلم دي، خو دې ته هېڅ توجیه نه شي کېدای په دنیا کې

نور یی ولوله | افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام سیالیو ته لار وموندله

نور یی ولوله | د کشمش یا مویزو اوبه بدن لپاره څه ګټې لري ؟

د هېواد د کانونو او صنایعو خونه وایي، چې د هېواد د شتمنیو کنګلتیا له هېواد نه بهر ته د پیسو د لېږلو په برخه کې د سوداګرو ستونزې زیاتې کړي دي. د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې رییس شېرباز کمین زاده هم څرګندوي:«زموږ هغه بین المللي اعتبار چې موږ به په ډېرو کمو پیسو سره به خپلې پیسې غونډې دنیا ته نقلولی شوی هغه اوس نه شو نقلولی، د سوېفټ سېسټم موږ په خپله د افغانستان حکومت په نیویارک کې نه درلود، د نورو بانکونو له لارې ټولو هېوادونو ته پیسې استولې

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی هم وايي:«دغه پیسې چې د پخواني دولت له طرفه جهان ته انتقال شوې دا پیسې هم منجمدې شوې او اوس په نیویارک کې بندې دي د دوه نیم مېلیارد ډالرو په ارزښت باندې داسې پیسې دي چې په دغه قسمته کې دي چې مسقیماً په خصوصي سکټور پورې اړه لري. د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته، د افغانستان د شتمنیو څه باندې نهه میلیارډ ډالره د امریکا او اروپا په بانکونو کې کنګل شوي دي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button