نړیوال خبرونه

جرمني د افغانستان سره د ۹۰ مېلیونه یورو ژمنه کړې

په افغانستان کې د آلمان سفارت

د افغانستان لپاره د جرمني سفارت ویلي، جرمني له افغانستان سره ۹۰ مېلیونه یورو مرسته کوي. دې سفارت پر خپل ټویټر لیکلي، دغه مرستې به د خوړو نړیوال پروګرام او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له لارې ولګول شي.

د افغانستان لپاره د جرمني سفارت لیکلي: «په افغانستان کې بد انساني وضعیت ته په کتو جرمني د افغانستان لپاره په خپلو بشري مرستو کې ۹۰ میلیونه ډېروالی راوستی دی. د اقتصادي چارو کارپوه دریا خان بهیر وايي: «افغانستان د نړیوالې ټولنې مرستو ته سخته اړتیا لري او دا مرستې هغه وخت ګټورې تمامېدای شي چې کله په سترو اقتصادي پروژو کې ولګول شي

افغانستان ته ۱.۵ میلیارده ډالر راغلي دي

له څه باندې یو کال راهیسې افغانستان ته څه باندې ۱ نیم میلیارده ډالره راغلي؛ خو یو شمېر هېوادوال وايي چې، له دغو مرستو لا هم نه دي برخمن شوي او د دغو مرستو د وېشني پر څرنګوالي نیوکې لري. د کابل اوسېدونکی عبدالاحمد وايي:په تېر یو نیم کال کې موږ ته هېڅ مرسته نه‌ده رسېدلې، د غریب هېڅ پوښتنه نه‌شته.

نور یی ولوله | ي بانک او ملګرو ملتونو سازمان د استازو لیده کاته شوي

نور یی ولوله | افغانستان سری لنکا ته ماتې ورکړه

د کابل یو بل اوسېدونکی عمر علي وايي: «نه مو کومه مرسته تر لاسه کړې، نه کوم کار شته او نه هم غریبي، خلک بې‌روزګاره او بې‌چاره دي. د کابل اوسېدونکی نورالدین زیاتوي: «خلکو د برښنا بېلونه نه‌دي ورکړي او خلک ډېر سخت بې‌چاره شوي دي. اقتصاد وزارت بیا ډاډ ورکوي چې د نړۍوالو پر مرستو څارنه لري او په وینا یې ډېری دغه مرستې د طبیعي پېښو له امله پر زیانمنو ویشل شوي دي

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «کومې پیسې چې له افغانستان سره مرستې شوي، په بېلابېلو برخو کې لګول شوي چې په‌دې کې طبیعې پېښې او هغو کسانو ته ورکړل شوي چې په  سېلابونو او زلزله کې اغېزمن شوي او همداراز اړمنو او مستحقو کسانو ته ورکړل شوي. تر دې مخکې د سره صلیب اجراییه رئیس ویلي، په افغانستان کې ۲۴ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او په وینا یې د مرستو په پرې کېدو سره به په دغه هېواد کې اقتصادي وضعیت لاپسې خراب شي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button