نړیوال خبرونه

افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام سیالیو ته لار وموندله

افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام سیالیو ته لار وموندله او راتلونکي پنځوس اوریز نړیوال جام ته به د کوالیفای له پړاوه نه تېرېږې بلکې نېغ په نېغه یې ورته لار وموندله.

نړیوال جام: 

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۳ کال پنځوس اوریز نړیوال جام کې به د هند په کوربتوب ترسره شي، چې اوه هغه لوبډلې معلومې شوې، چې دغه سیالیو ته به نېغ په نېغه لار مومي، چې یو به افغانستان هم وي. د کریک انفو د راپور له مخې، د کوربه هند په ګډون اسټرالیا، انګلستان، بنګله دیش، پاکستان، نیوزیلېنډ او افغانستان د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته لار وموندله او اتمه لوبډله به د سوپر لیګ سیالیو له پای ته رسېدو وروسته ټاکل کېږي.

نور یی ولوله | د کشمش یا مویزو اوبه بدن لپاره څه ګټې لري ؟

نور یی ولوله | جرمني د افغانستان سره د ۹۰ مېلیونه یورو ژمنه کړې

سریلانکا او سویلي افریقا

نو ښایي له سریلانکا او سویلي افریقا به یوه لوبډله نېغ په نېغ نړیوال جام ته لار ومومي او له یادو لوبډله به یوه لوبډله له ویسټ انډیز، ایرلېنډ، زمبابوې او هالېنډ لوبډلو سره په زمبابوې کې د لار موندنې سیالي وکړي او دوه لوبډلې به ترې نړیوال جام ته ووځي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د درې پنځوس اوریزه لوبو دویمه لوبه بې پایلې شوه، چې دواړو لوبډلو ته ۵-۵ نمرې ورکړل شوې او افغانستان د ۱۱۵ نمرو سره اووم مقام کې ځای نېولی دی

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button