ټکنالوجي

داسې کمپیوټر چې په ذهن کې ګرځېدونکې څه ټایپوي

دا کمپیوټر به ستا په ذهن کې ګرځېدونکی فکر په متن اړوي او خلکو ته به ستا هر څه ښکاره شي

ساینسپوهانو په دې بریالي شوي چې هغه څه په متن واړوي چې د انسان په ذهن کې ګرځي. دوی دا پرمختګ د هغو انسانانو له حاله د خبرېدو لپاره مهم بللی چې مغزي سکته یې کړې وي.

له ډیرې مودې راهیسي دا امکان برابر شوی چې کمپیوټر مو هر څه چې ورته وایو هغه ټایپوي هماغه راز چې ښوونکی په ټولګي کې املا ډیکته کوي او زده کوونکي یې لیکي خو اوس ساینسپوهانو بریالي شوي چې هغه څه چې د انسان په ذهن کې ګرځي، د مصنوعي ذهانت په مرسته په متن اړوي.

د داسې کمپیوټر ګټه

دا پرمختګ له هغو انسانانو سره په ارتباط ټینګولو کې مرسته کوي  چې د مغزي سکتې په شان په ناروغیو اخته دي او خبرې نه شي کولی.

د نیوروساینس نیوز د راپور له مخې، په دې طریقه کې د (FMRI) ایف ایم آر آی د سکنر له داټا کار اخیستل کېږي او د ناروغ په ذهن کې تېریدونکي افکار بې له دې چې د هغه په مازغو کې کوم ایمپلینټ کېښودل شي، په متن بدلیږي.

مصنوعي ذهانت او دا نوي څېړنه

د دې څېړنې، چې د ټکساس پوهنتون د کمپیوټرساینس او اعصابو د استاد الیکس هات تر لارښوونې لاندې د دوکتورا دورې محصل جري تانګ کړې، پایلې یې په نېچر ساینس مجله کې خپرې شوي دي.

که څه هم د مصنوعي ذهانت دا وسیله لا بشپړه نه ده خو د انسان د فکر لنډیز د متن په بڼه وړاندې کولی شي.

نور ولولئ: ساینس پوهانو د مصنوعي ځیرکتیا په مټ نوی انټي بیوټیک کشف کړی

د مصنوعي ذهانت په وسیله د انسان په مازغو کې د تېردونکو افکارو کودونه د ټکساس ایالت د اسټن پوهنتون څېړونکو موندلي.

دا پروګرام د یوه بدلوونکي ماډل پر اساس کار کوي او هغو ډولونو ته ورته والی لري چې چټ جي پي ټي او بارډ ګوګل ورڅخه کار اخلي.

دا پرمختګ مو د هغو کسانو له زړه یا ذهنه خبرولی شي چې د مغزي سکتې له کبله نه خبرې کولی شي او نه د بدن غړي ښورولی شي.

دا سیستم پر یو شمېر روغو انسانانو تجربه شوی او څرګنده شوې چې متن خورا ډیر هغه څه ته ورته و چې د دوی په ذهن کې څه ګرځېدل، مثلاً یوې نجلۍ په خپل ذهن کې دا جمله ګرځوله چې دا میاشت به د موټرچلولو ازموینه ورکړم خو په متن کې لیکل شوي وو چې د موټرچلولو ازموینه ورکوم.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button