تجارت خبرونهنړیوال خبرونه

دافغانستان اوآذربایجان د بهرنیو چارو وزیران دلاجوردوپرلارې خبرې شوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نوماند وزیر محمد حنیف اتمر د آذربایجان د بهرنیو چارو وزیر المار محمد یاروف سره ټیلیفون له لارې خبرې اترې وشوې،او په دغه تلیفونې تماس کې د دواړو هېوادو په منځ کې د دوه طرفه اړیکو او نورو موضوعاتو خبرې اترې وشوې،

دغه وزارت وایي چې دا خبرې وړمه ورځ شوي په دې ټیلیفوني خبرو کې دواړو لوریو په یو لړ مهمو موضوعاتو له هغې جملې، د افغانستان، ترکمنستان او آذربایجان تر منځ د درې اړخیزه جلسه جوړول، د لاجوردو لارې د هوکړه لیک په چوکاټ کې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو کومکونو د پراختیا پر څرنګوالي، همداراز د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د لا ډیرې پیاوړتیا پر مسئلو، بحث وشو او دواړو لوریو خپل نظرونه سره شریک کړل.

دخارجې وزارت ویلي؛ د آذربایجان د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د کوییډ ۱۹ ناروغۍ د مبارزې په لار کې د هغه هېواد د روغتیایي مرستو په اړه ویلي چې د آذربایجان له لوري پر روغتیایي توکو بار یوه الوتکه کې افغانستان ته روغتیايي مرستې وړل کیږي.ازربایجان یو له هغو هېوادو څخه دۍ چې د افغانستان سره ېې د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې مرسته وکړه د دې وړاندې امریکا او عربي اماراتو د افغانستان سره په دې برخه کې مرسته کړې وه

بلخوا د ا‌زربایجان سره لاجوردو لار یوه مهمه اقتصادي، ټرانزیتي او تاریخي لار ده چې په دې وروستیو کې یې د بیا راژوندي کولو لپاره ګړنډي ګامونه پورته شوي دي.د دې وړاندې هم افغان حکومت د لاجوردو پر لاره خبرې اترې شوي دي او د غه لارې د څرنګوالي او اینده پلانونو په اړه هم خبرې اترې شوې دي

اوس وخت د دې رارسدلۍ دۍ چې باید دواړه ملکوونه ښه اړیکې وساتي ترڅو په سیمه کې د امنیت ترڅنګ تجارت ته هم کاروشي ځکه که تجارت د هر هېواد د اقتصاد لپاره ښه زریعه وي د عووایدو لوړولو لپاره که افغانستان غواړي چې عوایړ ېې نور هم لوړ شي نو باید د سیمې هې،ادنو سره ښه اړیکو ترڅنګ ښه تجارتي اړیکې هم وپالي،

دافغانستان اوآذربایجان د بهرنیو چارو وزیران دلاجوردوپرلارې خبرې شوي
دافغانستان اوآذربایجان د بهرنیو چارو وزیران دلاجوردوپرلارې خبرې شوي

د افغانستان عواید د کرونا ویروس له امله اوس راټیټ شوي دي او که دغه لړۍ دوام وکړي نو د هېواد عواید به نور هم راټيټ شي اوس وخت درارسېدلۍ چې څومره ژر تر ژره اقتصادي سرګرمیانې پیل شي او مملکت عواید ته ګټه ورسيږي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button