نړیوال خبرونه

دجمهورریس غني په مشرۍ د کابینې غونډه تر سره شوه

د ولسمشر په مشرۍ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د کابينې غونډه تر سره شوه، دغه غونډه کې د وزیرانو ترڅنګ د ولایاتو والیانو هم ګډون وکړ یاده غونډه د ویډیو کانفرانس له لارې تر سره شوه او د ولسمشرلخوا اړوندو ادارو ا خلکو ته سپارښتنې هم وشوې،

د ولسمشرۍ ماڼړۍ وايي اول جمهوررئیس غني، د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکي وګړو پر وړاندې د طالبانو له لوري وروستي حملې او د تاوتریخوالي دوام سخت وغانده او هغه یې سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف وباله او همدارنګه د هیواد په وروستیو پزمختګونو رڼا واچوله.جمهوررئیس د بهرنیو اسعارو پر ځای د افغانیوعامولو په برخه کې د ننګرهار والي فعالیتونو ستاینه وکړه والیان یې وظيفې ورکړې چې پخپلو اړوندو ولایتونو کې دې کار ته پلانونه جوړ کړي،ولسمشر غني د پروژو په تطبیق کې د لا زیات تحرک او خلکو ته د خدمت کولو بهیر چټکتیا، ولسوالیو او کلیو ته د لومړیتوب ورکولو په اړه خبرې وکړې، وزارتونه او دولتي ادارې یې موظف کړې ترڅو د انکشافي پروژو د بودجې په لګښت کې خپله وړتیا مشخصه کړي او راپور یې د کابینې غونډې ته د وړاندې کولو په موخه مالیې وزارت ته واستوي

ورپسې، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د کابینې غړو ته په اجنډا کې د یادو شویو موضوعاتو د معرفي کولو ترڅنګ، د هیواد پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د دښمن له لوري بریدونه وغندل او د هیواد د دفاع په لاره کې یې د دفاعي او امنیتي ځواکونو مېړانه وستایله.

راپورونو له مخې په همدې ترتیب د جمهوررئیس دویم مرستیال د سوشل ميډیا په قانون کې د احتمالي تعدیلاتو وړاندیز په اړه چې د رسنیو ټولنې د اندېښنې لامل شوی و، معلومات وړاندې کړل. کابینې پرېکړه وکړه چې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت دې یاده وړاندیز شوې طرحه بېرته له پارلمان څخه وګرځوي ترڅو د جمهوررئیس د دویم مرستیال تر نظر لاندې د هیواد د رسنیو ټولنې سره په مشوره لا زیات دقت پرې وشي.

د صحت وزارت نوماند او سرپرست په څلورو برخو؛ تشخیص او وقایه، جدي مراقبت، د وضعیت تحلیل او راتلونکي ګامونه کې په هیواد کې د کرونا وضعیت څرنګوالي لنډ راپور او همداراز د ولایتونو اړتیا وړ اکسیجن سروې او د اکسیجن د پېرلو لپاره د مارکېټ ارزونه غونډې ته وړاندې کړه.

کابینې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د روغتیایي کارکوونکو، روغتیایي پرسونل او د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د ستاینې ترڅنګ، هغه وزارت موظف کړ چې د اخته شویو، ښو شویو او د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو رسمي او غیر رسمي ارقام او د دې ویروس د اغېز څرنګوالي پر اساس اړوندو بین المللي بنسټونو سره ګډ علمي تحلیل او د هیوادوالو د مقاومت او دفاعي سیستم کچه د راتلونکې اونۍ تر شنبې ورځې د حکومت رهبرۍ غونډې ته وړاندې کړي او پایله یې د کابینې غونډې سره شریکه کړي

دولت باید دغه اقدامات او سپارښتنې صرف د غونډو پورې محدودې نکړي باید عملي اقدامات وکړي ترڅو عام وګړو ته په سمه توګه خدمات وړاندې کړي او ولس د دغو شته بد بختیو نه وژغوري ځکه افغانستان د ډېر پخوا راهيسې د بد بختیو او جنګونو سره مخ دۍ باید نور حکومت او سیاسیون جدي اقدامات وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button