نړیوال خبرونه

درسنیومسئولینود طالبانودسیاسي دفتر چارواکوسره لیدل کتل شوي

درسنیومسئولینود طالبانودسیاسي دفتر چارواکوسره لیدل کتل شوي د هېواد درسنیو مسئولینو د طالبانو د سیاسي دفتر مطبوعاتي ټیم غړو سره په دوحه کې ملاقات شوی او یو شمېر موضوعاتو یې خبرې او بحثونه کړي دي.

د اریانا نیوز کابل نیوز طلوع نیوز، شمشاد نیوز، آزادي راډیو، کلید راډیو، پژواک نیوز او اطلاعات روز په ګډون د ځینو افغان رسنیو مسئولینو او خبریالانو په د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ طالب پلاوي سره د لیدنې پرمهال پر بین الافغاني مذاکراتو، د بیان آزادۍ او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث کړی دی.

دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم هم ددې خبر په تایید سره رسنیو ته ویلي چې دغه ګډه ناسته د دوحې پروخت نن مازدیګر ترسره شوې ده:نن مازديګر د افغانستان اسلامي امارت مطبوعاتي ګروپ د اسلامی امارت د سياسي دفتر معاون او دمذاکراتي ټيم غړي محترم مولوي عبد السلام حنفي په سرپرستئ او د هيواد د يو شمير مشهورو رسنيو د مشرانو تر منځ ملاقات تر وشو.

هغه زیاته کړې ددې لیدنې په ترڅ کې طالبانو د رسنیو د رول او د ټولنې په وړاندې د رسنیو د مسئولیت په هکله د ناستې ګډونوالو خبریالانو ته خپل دریځ څرګند کړی دی:په ليدنه کې دځينې موضوعاتو په اړه خبرې وشوې. له هغې جملې د رسنيو د رول په اړه د اسلامي امارت دريځ. د ټولنې په وړاندې د رسنيو مسؤوليت په ځانګړي ډول د روانو بين الافغاني مذاکراتو په تړاو.

دا اول ځل دی چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مطبوعاتي  ټیم د افغان رسنیو مسئولینو سره ځانګړې ناسته کوي او د ټولنې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه خبریالان خپلو مسئولیتونو ته متوجه کوي.دويي په ناسته کې د سولې روان بهیر په اړه هم پوښتنې کړي او د طالبانو سره ېې په ځيني موردو باندې تفصیلي خبرې کړي دي.

درسنیومسئولینود طالبانودسیاسي دفتر چارواکوسره لیدل کتل شوي
درسنیومسئولینود طالبانودسیاسي دفتر چارواکوسره لیدل کتل شوي

د دغه ژورنالسانو د سولې روان بهير په اړه مختلف نظریات لري او وايي چې که سولې لپاره دواړه لورې د شخصي ګټو نه تېر نشو نو دا به د سولې مزاکرات او خبرې ټکنې کړي او د سولې روان فرست به دواړه لورې له لاسه ورکړي. دويي وايي چې دواړه لورې باید د بل هر څه د سولې مزاکراتو ته لومړیتوب ورکړي تر څو افغانانستان کې سوله راشي او دويي په یو سولیز هېواد کې ژوند تېر کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button