هنر او ادب

«دروغ د ایمان زیان دی!»؛ پر زاویه نیوز انتقاد

په اوسني عصر کې رسنۍ د حقایقو د بیانولو مسوولیت پر غاړه لري. د حق د بیان مسوولیت ډېر سپیڅلی دی او الله تعالی خپل پيغمبران هم پر دې چاره ویاړلي وو. نو کومه رسنۍ چې د حقیقت پر ځای دروغ وایي له خپل رسالت سره خیانت کوي.

اړوند خبرونه:

د راډیو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې راډیویي خپرونې ولې بې کیفیته دي؟

طالبانو په خوست کې د «غرغښت» راډیو خپرونې بندې کړې

د رسنیو له خوا شخصیت وژنې پروژه د جمهوریت په وروستیو کلونو کې ډېره په درز کې روانه وه او د هر هغه چا نوم یې بداوه چې د حاکمې ډلې سره به یې سیاسي اختلاف درلود. په دې ډله کې ډېری هغه هېواد پاله کسان هم بدنام شول چې د هېواد پر سر یې معامله کول نه غوښتل.

د زاویه نیوز په نوم رسنۍ په افغانستان کې د حاکم نظام په وړاندې چې هر ډول رښتیا یا دروغ خبره وي خپروي یې، دوی د سالم تقابل پر ځای له ناوړه تقابل نه کار اخلي چې دا چار د مېړانې خلاف ده او له ریښتینو افغانانو سره نه ښایي.

نوموړې رسنۍ څو ځله پخوا هم داسې دروغ خپاره کړي چې بیا ډېر ژر خلکو ته د حقیقت پته لګیدلې ده، خو زمانه داسې ده چې ډېر کم خلک د شرم سترګې لري.

زما په اند د افغانانو وجداني مسوولیت دا دی چې د نړولو پر ځای نور اصلاحي فکر ولري، پرته له کومې وېرې واقعي نیمګړتیاوې په ګوته کړي او تر هغې یې د اصلاح لپاره هڅې وکړي چې نیمګړتیاوې له منځه ولاړې شي.

د افغانستان په ملي آرشیف کې آثارو او اسنادو ته د لاسرسي څرنګوالی:

د افغانستان ملي آرشیف د تاریخي اسنادو او آثارو لپاره یو خوندي مخزن لري چې په پرمختللې ټکنالوجۍ سمبال دی او د آثارو د خوندي ساتلو لپاره پکې هر ډول اسانتیاوې شته. د مخزن دروازه د بانکونو د خزانې د دروازو په څېر ده. نوموړی مخزن د آرشیف تر قصر لاندې دی او بیا هر ماښام د نوموړې ماڼۍ دروازه د مسوولینو او ټاکل شوي هیئت د سترګو په وړاندې مهر ولاک کیږي. همدارنګه یې هر سهار د هیئت د سترګو په وړاندې مهر ولاک لرې کیږي.

مخزن یو مسوول مدیر لري چې ټول آثار په نوموړي پسې قید دی او کیلي یې یوازې له هماغه کس سره وي چې بل هیڅوک هلته د ننوتلو اجازه نه لري. همدارنګه هلته شته ټول آثار د اطلاعاتو او کلتور وزارت په اسنادو کې ثبت دي او حتی د یوې پاڼې د ورکیدو پوښتنه یې هم نه پيدا کیږي.

که څوک هلته د څېړنې یا بل کار لپاره ځي نو د قانوني پروسو له طی کولو وروسته د مسوول کس لخوا ورته له غوښتنې سره سم اثر وړاندې کیږي، په ماڼۍ کې دننه ترې لوستونکی یا څېړونکی استفاده کوي او بېرته یې مسوول کس ته سپاري.

د ملي آرشیف پر رییس لګیدلی تور بې ځایه دی:

د ملي آرشیف رییس قاري عبید الله حنیف ۱۷ کاله د ګوانتنامو په زندان کې بندي و. نوموړی یو خاکساره او دینداره شخص دی، پر هېواد مئین دی او ډېر روښانه فکر لري. څوک چې ورسره له نېږدې بلد دي د خیانت یوه ذره شک هم پرې نه لري.

نوموړی لومړی د عامه کتابتونونو رییس و چې په هڅو یې عامه کتابتون له ډېر لویدلي حالت نه یو ښه موقف ته راپورته شو. په عامه کتابتونونو ریاست کې د پاک کارۍ پر مهال ځینې د تاریخي ارزښت لرونکي کتابونه پيدا شول چې نوموړي په پوره امانتدارۍ سره وساتل او لا هم په عامه کتابتونونو ریاست کې خوندي دي. همدارنګه ځینې خطي نسخې پيدا شوې چې هرې یوې یې ډېر مادي ارزښت درلود، هغه دا نسخې هم په پوره امانتدارۍ ملي آرشیف ته د مکتوب له لارې ولېږلې.

اوسمهال په کرایي کور کې اوسي، یو موټر هم یوه دوست د امانت په ډول ورکړی او همدارنګه د ریاست یو موټر هم ورسره وي. ما لیدلی چې تنخوا واخلي پر هماغه د کور لګښتونه پوره کوي.

موږ هیله من یو چې که څه مخلص اشخاص په دې وطن کې شته چې د خپل هېواد خدمت په اخلاص سره کوي د بدنامولو هڅه یې له وطن سره خیانت دی.

لیکوال: مومند محمدي اڅړ

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button