دسیاسي اختلاف له امله جمعیت ګوندپه دوه برخو ویشل شوۍ

د سیاسي اختلاف له امله جمعیت ګوندپه دووبرخو ویشل شوۍ د افغانستان مطرح سياسي ګوند اسلامي جمعيت د غړو ترمابین ناندرۍ ډېرېده د دې لامل شوې چې دا حزب دوه ځايه شي.اوس مهال دغه ګوند د عطا او برهان الدین رباني په ډلو باندې وېشل شوۍ،
دغه ګوند کې دننه په غټه کچه اختلافات رمنځته شوي دي .د ياد ګوند مشر صلاح الدين رباني او اجرايه رئيس عطا محمد نور د يو بل پر ضد اعلاميې خپرې کړې دي.عطا محمد نور پر خپلې فېس بوک پاڼه ليکلي، د جمعيت ګوند د نوي مشرتابه پلاوي غونډه خبر ورکړ.له دې غونډې وروسته د ښاغلي نور په مشرۍ د ګوند مشرتابه پلاوي یو شمېر غړو ویلي، صلاح الدین رباني یې د جمعیت اسلامي ګوند له مشرۍ لېرې کړی دی.
د یاد ګوند مشر صلاح الدین رباني پر خپله فېسبوکپاڼه د جمعیت ګوند مشرتابه پلاوي یو شمېر غړي چې په پرونۍ غونډه کې یې ګډون کړی و، د ‘ګوند له نوم او نښانه په ناسمې ګټې اخیستو ‘ تورن کړي او د هغوی ګوندي غړیتوب یې ځنډولی دی.
د ګوند مشر صلاح الدين رباني ويلي، د محمد يونس قانوني، عطا محمد نور، کليم الله نقيبي، عبدالحفيظ منصور، عبدالشکور واقف، سيد عنايت الله شادات او عبدالستار مراد دندې يې ځنډولي دي.او دويي نور د دې ګوند غړي ندي هغه دا ندي څرګند کړي دي چې د دويي په خپل منځو کې په کومو موضوعاتوو باندې اختلاف رامنځته شوي ديی خو ویلي ېې دي چې فلحال د دغو غړیو غړیتوب له منځه تللې ده او دويي ېې له دندو لرې کړي،
هغه ويلي، ژر به يوه کمېټه وګماري او د ګوند پر مرامنامې او يو شمېر نورو مسايلو به بحث وکړي.ځکه جمعیت یو داسې ګوند دۍ چې تاریخ او نوم لري باید د دې ګوند ته ټول غړي په صداقت کار وکړي ترڅو دغه ګوند کې زیات اختلاف رامنځته نشي چې بیاېې ټولې خواوو ته د زغملو وړ نه وي،نو باید ټول غړي په دندو پاتې دي باید خپلو وظيفو ته ژمن وي او د ګوند مشروغیت او پالیسۍ ته اولیت ورکړي ،
بلخوا بیا د بلخ پخوانۍ والي او د جمعیت ګوند اجرایه مشر استاذ عطا محمد نور په کوز دوه ورځې وړاندې د دغه ګوند په نوم غونډه وشوه په یاد غونډه کې عبدالله عبدالله اویونس قانوني ترڅنګ نوردجمعیت غړي هم موجود وو ویل کيږي چې په دغه غونډه کې د جمعیت ګوند مشري د صلاح الدین نه واخيستل شوه او یو بل د حمعیت غړي ته ورکړل شوه یاده غونډه کې د عطا محمد نور سره د عبدالله عبدالله او بونس قانوي هم ملاتړۍ دۍ او د دويي ټولو په حمابت رباني د خپلې دندې نه لرې شوۍ دۍ او د دويي په پېشنهاد یو بل د جمعیت غړي د دغې ګوند مشر ټاکل شوۍ دی،
د دې وړاندې هم د اسلامي جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني وايلي وو د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په پایله کې رامنځته شوی حکومت قانونی اعتبار نه لري او د سیاسي هوکړه کې د دوی له سرې کرښې چې هغه د متمرکز نظام بدلون دی پښه اړول شوې ده.دا هغه خبره وه چې له دې واندې رباني دعبدالله سره اختلاف درلود،خو اوس دغه اختلاثف نور هم زیات شوۍ او ګوند په دوو برخو ویشل شوۍ،