ژوند او ټولنه

دشکر ناروغانو لپاره مفید خواړه

د شوګر ناروغي يو له هغه ناروغیو څخه ده چې په نړۍ او هېواد کې مو ډېره زياته ليدل کېږي، د هغه خلکو چې زيات وزن لري، خپلو خوړو ته پام نه کوي، حرکت نه کوي د شکر د ناروغۍ احتمال تر نورو لوړ دی. پخوا به تر ډېره د لوړ عمر په خلکو کې ليدل کېده اوس په تېزۍ سره په کم عمره انسانانو کې هم د شکر ناروغي په زيات شمېر ليدل کېږي.

پوهان توصیه کوي چې د شکر ناروغان دې تر بل هر چا ډېر خپلو خوړو ته پام وکړي، په نړۍ کې د شکر د ناروغیو څخه د انسانانو مرګ ډېر زيات لوړ شوی دی، په نړۍ کې هره ورځ ۱۲ زره او ۶۰۰ کسان د شکر د ناروغۍ له کبله خپل ګران ژوند له لاسه ورکوي، په داسې حال کې چې د شکر مخنيوی امکان لري، اما بيا هم نن ۳۷۱ ميلیونه کسان د دغه ناروغۍ سره مجادله کوي.

روغتيا پالان داسې اټکل کوي چې په ۲۰۳۰ ميلادي کال کې به په ټوله نړۍ کې ۵۵۲ ميلونه وګړي د شکر ناروغي ولري.

په دې ليکنه کې د شکر ناروغانو ته ځينې خواړه توصیه شوي.

هګۍ

د مور د شيدو نه وروسته تر ټولو قيمتي د پروتینو سرچینه هګۍ د هغه فکرونو په خلاف چې د شکر د ناروغۍ لپاره ښه نه ده، د شکر ناروغانو ته زياته ګټوره تمامېږي، د شکر ناروغان کولی شي په ناشته، سوپ او نورو خوړو سره يو ځای یا یوازې هګۍ نوشجان کړي.

مڼه

مڼې کمه کالوري لري، په زياته اندازه فايبر لري، هم انسان ته د مړښت حس ورکوي، انسان زر زر نه وږی کېږي او هم د فايبرو په درلودلو سره د بدو کولېسټرولو د سويو د لوړېدو مخنیوی کوي. د امريکا د متحده ايالاتو د زراعت اداره وايي چې د هغه لسو مېوو څخه چې تر ټولو زيات انتي اوکسيدان‌ لري يوه مڼه ده، مڼه له پوستکي سره يوځای خوړل يو په دوه ګټه لري.

وربشې

د وربشو سره موږ ډېر نه يو عادت، خو پخوا په ډېره پراخه کچه کارېدلې، وربشې د وریجو په نسبت د وینې شکر ۷۰ سلنه لږ لوړوي، وربشې يو له هغه زراعتي توکو څخه ده چې تر ټولو زيات فايبر لري، د دې ترڅنګ په مکمله اندازه ويټامين بي لري.

فاصليه

که څه هم د ځينو خلکو فاصليه له دې کبله نه خوښېږي چې د هاضمې په سيسټم کې ګاز زیاتوي، خو که فاصليه په مناسبه اندازه وخوړل شي نو د شکر د ناروغانو لپاره یې ګټې د معجزې څخه کمې نه دي. فاصليه په بډايه کچه پروتین او فايبر لري، په دې ګټو سره کم تر کمه فاصلیه په اونۍ کې دوه ځل بايد په دسترخوان شتون ولري، د دې لپاره چې ګاز ونه کړي د پخولو يو ورځ مخکې بايد په اوبو کې کېښودل شي.

د ماهي غوښه

د ماهي غوښه نه يوازې چې د شکر د ناروغانو لپاره ګټوره ده، بلکې د نورو وګړو لپاره هم يو معجزوي خواړه دي، ځکه د ماهي غوښه د زړه او کوروالۍ لپاره نه هېرېدونکې ګټې لري. د اومېګا ۳ قوي سرچينه د ماهي غوښه د زړه او شکر د ناروغیو لپاره دا ګټه لري چې رګونه روغ ساتي او د زړه د وینې پمپ کولو ځواک زياتوي.

د شکر ناروغان د زړه د ناروغۍ نوماندان وي نو بايد د زړه روغتيا ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي، ددې ترڅنګ د ماهي غوښه په زياته اندازه د اې ويټامين هم لري کوم چې د سترګو د ليد لپاره ډېره ګټه لري.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button