نړیوال خبرونه

دطلوع نیوزخبریال یما سیاوش نن سحرشهید شو

د طلوع نیوزخبریال یما سیاوش نن سحرشهید شو. د طلوع نیوز خبریال او د دې تلویزیون د سیاسي خپرونو مخکنی چلوونکی یما سیاوش د مقناطیسي ماین په چاودنه کې نن سحر ومړ نوموړی د مکرویانو نه روان وو چې دغه پښېښه منځ ته راغله.

یاده پېښه د څلورم مکروریان په سیمه کې  یما سیاوش او د هغه موټر چلوونکی په موټر پسې د چپکي ماین چاودنې په ترڅ کې شهیدان سولپه افغانستان کې د ژورنالیستانو یو شمېر ادارو دا برید غندلی او له دولته یې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د هڅو غوښتنه کړې نی ادارې ویلي موږ دغه بې رحمه او ظالمانه برید په کلکو ټکو غندو”دغه برید د ژورنالیزم پر لویه کورنۍ برید دی او له دولته غواړو چې دا رنګه پېښې په جدي توګه وڅيړي تر څو اینده کې ېې مخنیوی وشي.

هېره دې نه وي چې کابل ښار کې د امرالله صالح راتګ سره هم امنیت خوندي نشو او هره ورځ د ماین چاودنو او غلچکي بریدونو له کبله داسې ځان افغانان ژوند له لاسه ورکويموده وړاندې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي وو چې  افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې جرمي قضیې نه څېړل کیږی  خبریالانو د خوندیتوب کمېټې افغانستان د هغه هېوادنو په سرکې راوستلی چیري چې د خبریالانو جنایاتو په څېړنه کې ناغیړي ترسره شوې

په دې لیست کې لومړی افغانستان وروسته پاکستان، روسیه او لاندې نور هېوادونه ځای لري په دې هېوادونوکې د خبریالانو په وړاندې قضیې نه دي څېړل سوېپه افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د دې راپور د خپرېدو سره هم مهاله یو ځل بیا ویلي چې خبریالان په دې هېواد کې له زیاتېدونکي تاوتریخوالي سره مخ دي.

دطلوع نیوزخبریال یما سیاوش نن سحرشهید شو

د دې پېښې نه وروسته د خبریالانو خوندیتوب کمېټې مشر صدیق الله توحیدي ویلي په افغانستان کې خبریالان لپاره ښه قوانین سته خو له بده مرغه پلې سوي نه دي او نه هم د خبریالانو قضیو ته رسیدګي سوېد کابل امنیت لاهم خوندي شوی نه دی تروسه پوري لاهم د خلکو اندېښنې دې ته ورته پیښو زیاتي کړې او د خلکو په منځ کې ایره خپره کړې ده.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button