سیمه ییز خبرونه

دعربستان باچا او ولي عهد له باجوه سره ليدو نه ډډه ولې وکړه؟

د عربستان سعودي وليهعد محمد بن سلمان د پاکستان له لوی درستيز یا ارمي چيف جاويد قمر باجوه سره د لیدو نه ډډه وکړه او وخت ورنکړ او د محمد بن سلمان پر ځاۍ ورسره دعربستان مرستیال دفاع وزیر وليدل او په مختلفو موضوعاتو باندې ېې بحث وکړ،

د باجوه ليدنه په داسي حال کې د سعودي عربستان د وليهعد له لوري لغوه کيږي چې په دې وروستو کې د پاکستان او سعودي اړيکي خرابې شوي دي، تيره دوشنبه د پاکستان لوی درستيز جنرال جاويد قمر باجوه او د استخباراتي ادراي مشر فيض محمد د سعودي عربستان پلازميني رياض ته سفر وکړ.او غوښتل يې د سعودي عربستان له وليهعد سره ملاقات وکړي او د پاکستان د ترينګولو اړيکو د رغولو لپاره له هغه سره تفصیلي بحث وکړي

خو د عربستان وليهعد د پاکستاني پوځ له لوی درستيز سره ليدنه ردکړه. چې هغه وروسته جنرال باجوه ددفاع له مرستيال وزير سره وکتل.د رپوټونو له مخې داسې ويل کيږي چې د سعودي عربستان او پاکستان اړيکې له هغه وروسته ترينګلي شوي چې په يوه غږيز پيغام کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سعودي ګرم وبلل او يې ويل چې سعودي د يوه اسلامي هيواد په توګه يې د کشمير په مسله کې د پاکستانملتړ ېې ونکړ،

قريشي په دغه ويډيوي پيغام کې دا هم ويلي چې که سعودي ورسره ملاتړ هم ونه کړي دوی يې په خپله په يوازي سر د کشمر د کشالي په وړاندي ودريږي.د سياسي شنونکو په وينا د سعودي او پاکستان د اړيکو خړ پړتيا ځني دلايل هم شته.د شنونکو په باور چې سعودي غواړي په پاکستان کې د ترکيې نفوذ کم کړي او هلته خپل نفوذ زیات کړي،

د یادونې وړ ده چې سعودي له پاکستان څخه د هغه ترکيې سريال ارل طغرل د بنديدو غوښتنه هم کړي وه چې په تاريخي مسايلو راڅرخي.له بله پلوه بېا پاکستاني چارواکو په رسنيو کې د پاکستان او سعودي عربستان تر منځ د اړيکو ترينګلتيا رد کړي او سعودي يې د پاکستان يو ښه دوست بللی دی.تيره ورځ د پاکستان لومړي وزير عمران خان ميډیا ته ويلي چې سعودي عربستان د پاکستان تر ټولو نيږدي دوست مملکت دۍ او مونږ غوواړو چې عربستان سره تعلقات همیشه لپاره وساتو،

ښاغلي خان د خپلو خپرو په ترڅ کې د سعودي وليهعد خپل ديني ورور ياد کړ.د پاکستان له بهرنيو چارو وزارت څخه په يوه خپره شوي اعلاميه کې ويل شوي چې سعودي د پاکستان دوست هيواد وو او تل به.وي.پاکستاني چارواکو سعودي عربستان دغه چاپلوسي له هغه وروسته شروع کړه چې سعودي اعلان وکړ چې په د نا امنينو له ويرې به په پاکستان کې د دوی ځيني پروژي بیرته ختموي، او نوره همکاري پاکستان سره نه کوي،

اوس وخت سعودي عربستان غاړي چې په مختلفو لارو زور راولي او پاکستان دې ته اړ کړي چې عربستان څه وايي پاکستان ېې ومني بلخوا بیا د پاکستان دولت غواړي چې سعودي عربستان د کشمیر موضوع کې له پاکستان سره یو ځاۍ شي او د هندوستان د موقف مخلفت وکړي خو دا خبره سعودي عرب رد کړې او له همدې امله سعودي اوس د پاکستان سره تعلقات خراب شوي دي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button