ستاسې اند او نظر

دغوږونو ناروغیونه څنګه ځان ساتلی شو؟

دغوږونو ناروغیو نه څنګه ځان ساتلی شو؟ نړیوالو ارقامو له مخې شاوخوا یو میلیارد او سل میلیونه نوي ځوانان دمګړۍ د غوږونو له مختلفو ناروغیو ځوریږي.او هر وخت په سلګونو کسان په دغه ناروغی نږي اخته کیږي.د دې ناروغی اصل وجه لاندې ډول ده.

دوی ته دغه ناروغۍ د الکترونیکي اوتفریحي وسایلو د زیات استعمال له امله پيدا شوي.البته هغه وسایل، چې غوږونو سره یې زیات سروکار دی، د دوی د دغو ناروغیو سببونه ګڼل شوي.ویل شوي، چې دغو کسانو نه یې ۴۶۰ میلیونه کسان جدي ستونزو سره مخ دي او له ۳۴ کلونو نه لږ عمرونه لري.د دې لپاره، چې د غوږونو ناروغۍ جدي وګڼو او ځان ترې وساتو، د روغتیا پوهانو دا سپارښتنې په پام کې نیول ضرور دي:

ښه به دا وي چې که غوږۍ(ګوشکي) کاروو، په لوړ غږ پکې څه وانه ورو.هڅه وکړئ، چې نوي ځوانان د غوږۍ له کارولو لیرې وساتئ، ځکه زیانونه یې زیات دي او دوی به یې له مستۍ او شوخۍ نه په لوړ غږ هرڅه اوري.دې سره د دوي د غوږونو پردو ته نقصان رسیږي او غوږونه ېې مشکلاتو سره مخ کیږي.

بلخوا په لوړ غږ د سندرو او خبرو اوریدل سبب کیږي، چې د غوږونو له لارې عصبي ستونزو سره عم هم مخامخ شئ.که موسیقي یا کوم تلویزوني یا بل پروګرام په غوږۍ باندې اورئ، له ۴۰ درجې څخه یې غږ مه لوړوئ.

دغوږونو ناروغیونه څنګه ځان ساتلی شو؟
دغوږونو ناروغیونه څنګه ځان ساتلی شو؟

واړه ماشومان او نوي ځوانان په غوږۍ باندې د لوړ غږ اوریدو له کبله زیات زیانمنیږي.که د غوږونو ناروغي درته پيدا کیږي، زر ډاکټر ته ورشئ او خپلسرې درملنه مه کوئ.ځکه که چرته دويي په غوږ باندې سم غاږ نه اوري نو دا به د دويي ژوند باندې منفی اثر وکړي اوټوله اینده به ېې خزرابه شي.خپل روزمره کارونه په سم ډول پر مخ وینسي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button