لوبې خبرونه

دهند اوسویلي افریقا ټیسټ سیریز لوبې

د هند او سویلي افریقا لوبډلو ترمنځ د درېیو ټیسټ لوبو لړۍ د لومړۍ ټیسټ لوبې د دریمې ورځې په پای ته رسېدو هند ۱۴۶ منډو او نهه ویکټې لري

دا لوبه د سویلي افریقا په کوربتوب په سینچورین کې روانه ده، د لوبې په پیل کې هند لوبډلې پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه

هند په لومړۍ پاڼۍ کابو ۱۱۰ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۳۲۷ منډې یې وکړې. د دوی ماینک اګروال ۶۰، ویرات کوهلي ۳۵، لوکېش راهول ۱۲۳ او اجینکیا رهاني ۴۸ زیاتې منډې وکړې

نور یی ولوله | اسټرالیا د ایشیز دریمه لوبه او لوبلړۍ هم وګټله

سویلي افریقا ته په توپ اچونه کې لانګي نیګډي ۶، کاګسو رباډا ۳ او مارکو جانس ۱ ویکټ ترلاسه کړه

سویلي افریقا د هند ۳۲۷ منډو ځواب کې ۱۹۷ منډې وکړې او ۱۳۰ منډې باقي شو، چې له ډلې کوانتن ډیکاک ۳۴ او ټمبا بووما ۵۲ زیاتې منډې وکړې. هند ته محمد شامي ۵، شردل ټاکور او جسپریټ بومرا ۲-۲ او محمد سراج ۱ ویکټ ترلاسه کړه

هند د هدف ټاکلو لپاره بیا توپ وهنه پیل کړه، ۱۶ منډو کې یوه ویکټ له لاسه ورکړې، سبا به بیا توپ وهنه کوي او سویلي افریقا ته به هدف ټاکي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button