نړیوال خبرونه

دوحه کې د ا.ا سیاسي دفتر: محدودیتونه او فشارونه به پایله ورنه کړي

په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر

په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر وايي چې په تېرو شلو کلونو کې د فشارونو او محدودیتونو سیاست پایله نه ده لرلې او دا ډول چلن به د کابل او نړۍ ترمنځ واټن رامنځته کړي..

قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین وايي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا باید د خبرو اترو او ډپيلوماسۍ لار غوره کړي. سیهل شاهین وویل:«سفري بندیزونه باید نه وي او نه دا بندیزونه د فشار د یوې الې په توګه وکارول شي، ځکه نه يې مخکې نتیجه ورکړې او نه يې اوس ورکوي. د اسلامي امارت ویاند مرستیال بلال کریمي هم وايي:«حریمات او تور لېستونه دا ټول زیان بار دي فاصلې نورې هم ایجادوي هغه واټنونه چې باید راکم شي نور يې هم زیاتوي، تر ټولو مهمه دا ده، چې باید د تحریماتو او تور لېستونو موضوعات باید ختم شي.

ملا عبدالغني برادر، عبدالسلام حنفي، مولوي عبدالکبیر او د اسلامي امارت یو شمېر نور هغه چارواکي دي، چې د زمري میاشتې په ۲۹ نېټه يې له هېواده بهر د سفرونو معافیت پای ته رسېدلی دی. بل خوا د سیاسي چارو شنوونکي په دې باور دي که چېرې د اوسني حکومت د چارواکو د سفرونو معافیت تمدید نه شي، افغانستان به نور هم له سیاسي انزوا سره مخ شي.

نور یی ولوله | بایډن د ناین الیون په اړه څه ویلي ؟

نور یی ولوله | تېرو څلورو میاشتوکې څومره سیایون هېواد ته راستانه شوي دي

اوسنی سیاسي او اقتصادي وضعیت

د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ په دې هکله وايي:«که چېرې د طالبانو د دغو … دوره تمدید نه شي، موږ باور لرو چې د افغانستان دغه اوسنی سیاسي او اقتصادي حالت به نور هم کړکېچن شي. د سیاسي چارو شنونکی سید بلال احمد فاطمي هم څرګندوي:«مبهم حالت کې نه دی ځکه چې دا خپله دا بندیز غځېدلی دی د دوه میاشتو لپاره، چې دوی به په دغو دوه میاشتو کې ناستې او خبرې کوي

د ټولشموله حکومت جوړېدل، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو مراعت کول او د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نه کارول هغه شرطونه دي، چې نړۍوالې ټولنې د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې لپاره وړاندې کړې دي، خو کابل ویلي، چې دا کارونه يې عملي کړې دي..

بل لورته پر افغانستان د لګول شویو بندیزونو لرې کول، د کنګل شوې شتمنۍ ازادول، د ملګرو ملتونو له تور لېسته د اسلامي امارت د چارواکو نومونه لرې کول هغه غوښتنې دي، چې کابل يې له نړۍ څخه لري

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button