نړیوال خبرونه

دوستم : طالبانو ته مې د مزاکراتو خط استولی

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی لومړی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم وايي، طالبانو ته یې پیغام استولی او ترې غوښتي یې دي چې جګړه، د یوه بل “له منځه وړل” او “له پامه غورځول” د حل لار نه ده. نوموړي ویلي “د یوه مسلمان او افغان په توګه باید یو بل ومنو” او د یوې بلې کورنۍ جګړې مخه باید ونیول شي.

ښاغلي‌ دوستم دا څرګندونې له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي او ویلي یې دي چې جګړه نه غواړي او له طالبانو هم ورته تمه لري. دی وايي، “زه غواړم طالبانو ته ووایم چې موږ دوی په جګړه له منځه نه شو وړلی، یو ځل مو دا کار وکړ خو دوی بېرته راغلل. ټول له جګړې ستړي شوي دي. زه هېڅ جګړه نه غواړم او طالبان هم باید دا ومني. د جنبش اسلامي ګوند دغه ازبک توکمه مشر، چې د طالبانو یو سرسخته مخالف بلل کېږي، “د افغانستان د ملي مقاومت عالي شورا غړی هم دی. هغه شورا چې تر ډېره د شمالي ټلوالې له ځينو پخوانیو قومندانانو جوړه ده چې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال ورسره په جګړه کې ښکېل وو.

ښاغلي دوستم له طالبانو غوښتي چې له دې شورا سره خبرې پیل کړي، “موږ یو بل ته دوکه نه شو ورکولی. دوی زموږ د خلکو حق له پامه نه شي غورځولی. باید د افغانستان ملي مقاومت عالي شورا سره کېني او خبرې پیل کړي. دوستم ادعا کړې چې طالبان د توکمیزو لږکیو حقونه تر پښو لاندې کوي او په خبره یې، غواړي ټول له یو شان حقونو برخمن و اوسي.

ور یی ولوله | د ۹/۱۱ د قربانیانو کورنی : د افغانستان شتمنی باید ازادې شي

نور یی ولوله | کرزی د نجونو ښوونځي نه پرانیستل به هېواد ته ډېر زیان ورسوي

د افغانستان توکمیزې ډلې

خو طالبان ادعا کوي چې پخپل حکومت کې یې د افغانستان ټولو توکمونو ته حق ورکړی دی. دوستم په دې مرکه کې د جګړې د نه کولو تر څنګ د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو هم ټینګار کړی دی. ویلي یې دي، “په افغانستان کې باید ټولې خواوې د یوه ټول ګډونه حکومت پر جوړولو هوکړه وکړي

ده په تېر یوه کال کې د طالبانو کړنو ته په کتو ویلي چې په دې ډول حکومت ته دوام نه شي ورکولای. ښاغلي ‌دوستم د نجونو د منځنيو ښوونځيو تړل کېدو مسئلې ته په اشارې ویلي چې ځوان کهول به دا بندیزونه ونه زغمي. دی وايي، “طالبان نشي کولای چې د ښوونځيو دروازې وتړي، ویې ګواښي او ډزې ورباندې وکړي. تاسې په دې ډول (حکومت ته) دوام نه شئ ورکولای. افغانان یو خېل نه دي، دوی مختلف دي او ځوان نسل توپير لري. دوی به دا هر څه درسره ونه مني.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button