نړیوال خبرونه

دولتي ادارو کې باېد د احمد شاه بابا عکسونه ولګول شي

پرون پنجشنبه افغانستان بنسټګر او لويي شخصیت احمد شاه بابا (رح) ٢٤٨م تلين ورځ وه، چې که څه هم د کورونا ناروغي نړيوالې وبا له امله په دې ورځ کومه غونډه يا پروګرام ونشو، خو په سو شل ميډیا کې کې وستاېل شو او افغانانو ورته لیکنې وکړې او د هغه کړنې ېې وستایلې.

احمد شاه بابا د لر و بر پښتنو د احمد شاه بابا (رح) ته ېاد ولمانځه او د هغه په اړه بېلا بېل پوسټونه او ټويټونه وشو.نوموړي په اړه د پېۍور او د کابل خملکو ټويټونه او د افیسبوک پوسټونه وکړل. احمد شاه بابا (رح) چې په سيمه کې يو ستر امپراتور تېر شوى، د افغانستان بنسټ يې ايښى، پښتانه يې رايوځاى کړي او تاريخونه پرې وياړي، خو په دولتي کچه ورته پوره پاملرنه نه ده شوې.

که يو لوري ته د احمد شاه بابا (رح) کور، چې په کندهار کې دى، دولت ورته پوره پاملرنه نه ده کړې او د کنډر کېدو حالت ته روان دى، نو بل لوري ته په دولتي ادارو کې د احمد شاه بابا (رح) انځورونه هم نه تر سترګو کېږي.

په سوشل ميډيا کې خلک له افغان حکومت څخه غوښتنې کوي، چې د افغانستان په ټولو دولتي ادارو کې دې د احمد شاه بابا (رح) انځورونه لګول لازمي شي او چارواکي دې دې ته مجبوره شي چې دا کار وکړي. همدا راز يو شمېر کسان بيا غوښتنه کوي، چې په افغاني بانک نوټونو يا افغانيو دې د احمد شاه بابا (رح) انځورونه چاپ شي.

د احمد شاه بابا (رح) په اړه په ټويټر باندې هم يو ټرېنډ چلېدلى دى، چې له تاسې سره يې يو شمېر ټويټونه دلته شریکوو په دغه لیکنو کې عامو وګړو له خلکو دولت غوښتنه کړې ده چې د بابا عکس دې په دولتي دفاترو کې ولګول شي ترڅو د هغه یاد راتازه شيږ

دنمونه په ډول مو د یو وګړی پوسټ لاندې ورکړۍ دۍ دګل مرجان د دولته غوښتنه کړې ده چې دولتي ادارو کې دې د بابا انځور ولګوي د ګل مرجان په څیر نورو هیوادوالو هم لیکنې کړي دي دولت وزیري یو بل هیوادوال هم په خپل ټويټر ليکلي دي (( افغان دولت له پکار ده چې په افغانیو باندې د احمد شاه بابا انځور ثبت کړي )).

دولتي ادارو کې باېد د احمد شاه بابا عکسونه ولګول شي

اخمد شاه بابا یو ستر تاریخي شخصیت وو دولت باید د نوموړي په نوم باندې یوپوهنتون جوړ کړي تز څو د ارواښاد باد ټول عمر یاد وساتل شي.دولت باید د نوموړي په نوم سرکونه هم جوړ شي او د نوموړي ته هر کال د نوموړي په تلین کې یو پروګرام منعقد کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button