لوبې

دوه هغه لوبغاړي چې له راهول او کوهلي زیاتې منډې لري، نړیوال جام ته نه دي اخیستل شوي

د نړیوال جام کوربه به استرالیا وي

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۲ کال نړیوال شل اوریز جام به د اکتوبر په ۱۶مه د اسټرالیا په کوربتوب پیل شي، چې د نومبر تر ۱۳مه به دوام ولري، چې هند کرکټ لوبډلې هم ورته چمتوالی نېولی دی.

تېره ورځ هند کرکټ بورډ د ۲۰۲۲ کال نړیوال شل اوریز جام لپاره خپله پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې روهیت شرما یې لوبډلمشر او لوکیش راهول به یې مرستیال لوبډلمشر وي. د هند کرکټ بورډ له لورې په اعلان شوې لوبډله کې دوه داسې لوبغاړي نشته، چې هغوی روان کال د هند لپاره له ویرات کوهلي او لوکیش راهول زیاتې منډې جوړې کړې وې، چې هندي مینه وال یو څه ناراضه ښکاري

نور یی ولوله | سری لنکا څرنګه پاکستان ته ماتې ورکړه

نور یی ولوله | محمد نبي د هند سره د لوبې په اړه څه ویلي؟

شل اوریزه نړیوال جام

روان کال د هند لپاره سوریا کمار یادو ترټولو زیاتې منډې جوړې کړي، هغه په ۲۰ نړیوالو شل اوریزه لوبو کې ۶۳۰ منډې جوړې کړي، چې یوه سلیزه او څلور پنځوسیزې پکې دي او دویم نمبر کې روهیت شرما دی چې په ۲۰ لوبو کې ۵۸۲ منډې لري.

خو دوه لوبغاړي یعنې شریاس اییر او ایشان کیشن چې روان کال دواړه ښه وځلېدل، یعنې شریاس اییر په ۱۷ لوبو کې ۴۷۹ او ایشان کیشن په ۱۳ لوبو کې ۴۵۹ منډې جوړې کړي، په لوبډله کې نه دي اخیستل شوي.

بله خوا لوکیش راهول بیا په ۷ لوبو کې ۲۱۲ منډې جوړې کړي او ویرات کوهلي، چې له وقفې وروسته اسیا جام ته راستون شو، په اسیا کې په ۵ لوبو کې تر ۲۷۰ پورته منډې وکړې

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button