لوبې

محمد نبي د هند سره د لوبې په اړه څه ویلي؟

د افغانستان او هند ترمنځ د اسیا جام سیالۍ

د افغانستان او هند ترمنځ د اسیا جام لوبه نن ترسره شوه، چې دا د دواړو لوبډلو وروستۍ لوبه وه او د دې لوبې سره سم د دواړو لوبډلو سفر هم پای ته ورسېد، خو افغانستان په دغه لوبه کې ډېره کمزورې لوبه ترسره کړه او هند د ۱۰۱ منډو په ستر توپیر په دغه لوبه کې بریا خپله کړه.

د لوبې  له بایللو وروسته محمد نبي په خپلو خبرو کې وویل، چې دا ډېره سخته وه، چې له پاکستان سره مو سخته لوبه وکړه او له هغه وروسته مو له هند سره هم دغسې لوبه لرله، موږ دغه لوبې ته په ذهني توګه چمتو نه و. نوموړي د نننۍ لوبې په اړه وویل، چې موږ خپله غوره هڅه وکړه، خو راهول او ویراټ له پیله ښه لوبه وکړه، موږ په لوبه کې ځینې کېچونه هم وغورځول.

نور یی ولوله | اسیا جام او د افغان لوبغاړو کارکردګي

نور یی ولوله | د افغانستان بالر په اړه شعیب اختر څه ویلي دي؟

په اسیا جام کې زموږ سفر

محمد نبي د اسیا جام په اړه وویل، چې موږ په لوړ مورال سره اسیا جام پیل کړ، لومړی مو لوبې وګټلې، وروستۍ لوبې مو هم ښې وکړې، خو په اسیا جام کې زموږ سفر ښه پای ته ونه رسید. د هند لوبډلمشر کی ایل راهول وویل، چې هغه له عملیاتو وروسته راستون شوی و او په داسې وخت کې بیا د پخوا غوندې توپوهنه کول اسان نه وي، خو هغه په دې وتوانېده. هغه په اسیا جام کې د هند لوبډلې د سفر په اړه وویل، چې دوی پایلوبې لوبولو او د اسیا جام ګټلو په فکر راغلي و، خو هغسې ونه شول.

د یادولو وړ ده، چې په دغه لوبه کې ویراټ کوهلي سلیزه ووهله او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې واخیسته، همدا راز د لوبې غوره کیچ هم ویراټ کوهلي نیولی و چې د غوره کیچ جایزه یې هم ترلاسه کړه

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button