دویمه ټېسټ لوبه؛ افغانستان او زیمبابوې نن په شارجه کې مخامخ کېږي
دویمه ټېسټ لوبه نن د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ په شارجه کې پیلېږي. له لومړۍ مساوي سیالۍ وروسته دواړه لوبډلې د لوبلړۍ ګټلو هڅه کوي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې نن، جمعه د نومبر په ۱۳مه، د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې خپله وروستۍ ټېسټ سیالي پیل کړي.
دویمه ټېسټ لوبه داسې مهال ترسره کېږي چې د دواړو هېوادونو لومړۍ پنځه ورځنۍ سیالي له ډېرو منډو او څو ریکارډونو سره سره مساوي پای ته ورسېده.
افغان لوبډلې په لومړۍ سیالۍ کې په توپ وهنه کې ښه کارکردګي درلوده، خو توپ اچوونکي یې ونه توانېدل چې د زیمبابوې د توپ وهونکو مخه په بشپړه توګه ونیسي.
دویمه ټېسټ لوبه؛ افغانستان د بریا لپاره څه ته اړتیا لري؟
د افغانستان او زیمبابوې لومړۍ ټېسټ سیالي د نومبر له پنځمې تر نهمې په شارجه کې ترسره شوه.
زیمبابوې په لومړۍ پاڼۍ کې ۵۰۴ منډې وکړې، خو افغانستان په ځواب کې ۵۱۴ منډې جوړې کړې او د لسو منډو مخکښ شو.
د افغانستان لوبډلمشر رحمت شاه په دې سیالۍ کې ۱۷۳ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې په پیاوړې توپ وهنه کې یې مهم رول ولوباوه.
رحمانالله ځدراڼ د خپلې لومړۍ ټېسټ سیالۍ پر مهال ۱۱۳ منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې صدیقالله اتل ۱۰۵ منډې وکړې.
د دغو درېیو لوبغاړو سلیزو افغانستان ته فرصت ورکړ چې د زیمبابوې د لومړۍ پاڼۍ له منډو مخکې شي.
خو زیمبابوې په دویمه پاڼۍ کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۵۲۳ منډې وکړې او خپله پاڼۍ یې اعلان کړه.
افغانستان ته د دویم ځل توپ وهنې فرصت برابر نه شو او سیالي مساوي پای ته ورسېده.
په همدې خاطر، دویمه ټېسټ لوبه د افغان توپ اچوونکو لپاره هم مهمه ازموینه بلل کېږي.
دویمه ټېسټ لوبه او د زیمبابوې تاریخي ریکارډونه
زیمبابوې په لومړۍ سیالۍ کې د ټېسټ کرکټ یو ځانګړی ریکارډ جوړ کړ.
دغه لوبډله د ټېسټ کرکټ په تاریخ کې لومړنۍ لوبډله شوه چې د یوې سیالۍ په دواړو پاڼیو کې یې له ۵۰۰ زیاتې منډې وکړې.
زیمبابوې په ټولیز ډول ۱۰۲۷ منډې جوړې کړې.
کرېګ اروین په دویمه پاڼۍ کې ۲۰۶ ناسوځېدلې منډې وکړې او ویسلي مدهیور هم خپله سلیزه بشپړه کړه.
برېنډن ټېلر، چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې ۱۳۱ او په دویمه کې ۸۲ منډې کړې وې، د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د زیمبابوې دغه پیاوړې توپ وهنه وښوده چې افغانستان به په راتلونکې سیالۍ کې د وېکټو اخیستو لپاره اغېزمنې تګلارې ته اړتیا ولري.



