اقتصاد او سوداګري

د ابوعلي سینا دویم نندارتون په کابل کې پرانیستل شو

د ابوعلي سینا دویم نندارتون نن په کابل کې پرانیستل شو، چې پکې د افغانستان د درملو سکټور د ودې او کورنیو تولیداتو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د نندارتون د پرانیستې پر مهال وویل، په وروستیو کلونو کې د افغانستان د درملو سکټور کې د پام وړ پرمختګ شوی او اوس د هېواد ډېری اړتیاوې له کورني تولید څخه پوره کېږي.

HIqsoBHW8AI8323

هغه وویل، د بهرنیو فشارونو او اقتصادي بندیزونو پر وړاندې تر ټولو اغېزمنه لاره د کورنیو تولیداتو پیاوړي کول دي.

د ابوعلي سینا دویم نندارتون د درملو سکټور لپاره مهم وبلل شو

برادر اخوند زیاته کړه، د درملو د وارداتو کمېدو د دې لامل شوی چې په افغانستان کې د درملو تولیدي فابریکو ته د ودې زمینه برابره شي او خلک د بهرنیو درملو پر ځای له کورنیو تولیداتو ډېره استفاده وکړي.

هغه ټینګار وکړ، که څه هم د افغانستان د درملو سکټور پرمختګ کړی، خو لا هم اړتیا شته چې تولیدي فابریکې خپل محصولات د نړیوالو معیارونو مطابق لا معیاري کړي.

HIqsqmqW0AAkaUO 1

سوداګرو ته د لوړو بیو او احتکار په اړه خبرداری

د ابوعلي سینا دویم نندارتون د پرانیستې پر مهال سوداګرو او درملو پلورونکو ته هم سپارښتنه وشوه چې درمل په لوړه بیه ونه پلوري او له احتکار څخه ډډه وکړي.

چارواکو له اړوندو ادارو غوښتي چې د درملو بازار په جدي ډول وڅاري او د هر ډول احتکار او بې‌کیفیته درملو مخه ونیسي.

دا هم ولولئ:  نړیوال بانک د افغانستان اقتصاد تر ټولو په ټیټه کچه کې بللی
HIqsqmvXgAErdEW

د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره د نندارتونونو ارزښت

د ابوعلي سینا دویم نندارتون داسې مهال جوړېږي چې افغانستان هڅه کوي د روغتیا او درملو په برخه کې پر کورنیو تولیداتو تکیه زیاته کړي او د درملو سکټور ته د پانګونې زمینه پراخه کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button