Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

هنر او ادب

د احمدشاه بابا کور او مقبره او د میرویس نیکه مقبره رغول کېږي

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د یادو تاریخي آبداتو د بیارغونې چارې پیلوي

له تېرو څو کلونو راهیسې د کندهار او نورو سیمو فرهنګي څېرو او نورو مخکښو کسانو بار بار له دولت غوښتي و چې تاسو باید د احمدشاه بابا د کور د نړېدو مخنیوی وکړی او له سره یې ورغوی، خو تر اوسه پوره دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی او تر څو چې یاد ځایونه ونه رغول شي، تر هغو د فرهنګیانو او قلموالو قناعت نه تر لاسه کېږي.

نور ولولئ: نوروز په افغانستان کې د يوې فرهنګي ورځې په توګه هر کال لمانځل کيږي

اوس طالبان وايي چې دوی یې د بیارغونې چارې پیل کړي دي.

د یادو تاریخي آبداتو د رغونې د چارو رسما پیل

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه په کندهار کې د درېیو تاریخي آبدو (میرویس خان نیکه د مقبرې، د لوی ټولواک احمدشاه بابا کور او مقبرې) د بیارغونې چارې رسماً پیل کړې.

په دې غونډه کې ملا خيرالله خیرخواه وویل، د دوی حکومت د تاریخي اثارو ساتنې ته پوره ژمن دی.

نوموړي زیاته کړه احمدشاه بابا او میرویس خان نیکه زموږ هغه اتلان دي، چې تر اوسه د افغانانو زړونو کې ځانګړی ځای لري، دوی د بهرنيو یرغلګرو په ماتولو افغانانو ته زرین تاریخ پرېیښی.

طالبان په هېواد کې د نورو تاریخي آبداتو د ساتنې ژمنې هم ورکوي

خیرخواه همداراز وویل، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تاریخي اثارو بیارغونه شوې ده، پر ځینو عملاً د بیارغونې کار جریان لري او پر ځینو به په راتلونکي کې پیل شي.

طالب چارواکو د دغو آبدو د بیارغونې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

نور ولولئ: په میدان وردګ کې د «مڼې ګل» دودیزه مشاعره وشوه

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د دوی د تېرې واکمنۍ برعکس، فرهنګي او تاریخي ارزښتونو ته پاملرنه کیږي.

طالبان په داسې حال کې د تاریخي ځایونو د ساتنې ژمنې کوي چې ۲۵ کاله وړاندې همدې ډلې د بامیانو شمامه او سالسال تاریخي مجسمې په ټانکونو ویجاړې کړې او تر څنګ یې نورو ځایونو کې هغه ځایونه ونړول چې دوی دغه سیمې د کفارو پاتې شونې ځایونه او حرام بلل، خو اوس دوهم ځل واک ته په رسېدو دغه ډله وايي چې دوی به له دې وروسته تاریخي ځایونه ساتي او پام به ورته کوي.

څو ورځې وړاندې استاد مزمل په یوه غونډه کې وویل چې طالبان لا هم په طالبي ادبیاتو کې ښکېل دي او دغه ادبیات باید پرېږدي او د ملت ارزښتونو ته وروګرځي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button