په زړه پورې

د اروپايي اتحادیې د فضا پروګرام ۲۰۲۴ کال تر ټولو ګرم کال ثبت کړ

کوپرنیکس وايي، ۲۰۲۴ کال کې په تاریخ د ډېر ګرم کال په نوم ثبت کړ

کوپرنیکس، د اروپایي اتحادیې د فضا پروګرام په خپل میاشتني بولټن کې اعلان وکړ، چې ۲۰۲۴ کال په تاریخ کې د تر ټولو ګرم کال په نوم ثبت شو.

دا خبر د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون تر کنفرانس یوه اونۍ وړاندې اعلانېږي.

امریکایانو داسې مهال ټرمپ خپل ولسمشر وټاکه، چې هغه د اقلیم بدلون یو “دروغ” بولي او ژمنه یې وکړه چې د متحده ایالاتو د فوسیل تولید به نور هم لوړ کړي.

د ځمکې د کرې تودوخه

د کوپرنیکس د موندنو پر اساس ۲۰۲۴ کال ښایي لومړنی کال وي چې د ځمکې تودوخه پکې د صنعتي انقلاب څخه مخکې د ځمکې د منځنۍ تودوخې په پرتله ۱.۵ درجې سانتي ګراد لوړه وي.

د ساینس پوهانو د موندنو له مخې، په تیرو ۱۲ میاشتو کې د ځمکې تودوخه د ۱۸۵۰ او ۱۹۰۰ کلونو ترمنځ مودې په پرتله چې انسانانو پکې د فوسیل موادو سوزول پیل کړل د تودوخې منځنۍ کچه ۱.۶۲ درجې سانتي ګراد لوړه ده.

د کوپرنیکس د میاشتني بولټن پر اساس د ۲۰۲۴ اکتوبر میاشت په تاریخ کې دوهم ثبت شوی اکتوبر دی.

نور ولولئ: امریکا کې به تودوخه تر ټولو خطرناکې درجې ته ورسېږي

نور ولولئ: اروپايي ټولنه: افغانستان کې له اقلیمي بدلون سره د مبارزه لپاره مو ۱۵ میلیونه یورو ځانګړې کړې

ساینس پوهانو خبرداری ورکړی چې د تودوخې دوام به نور ایکوسیستمونه او د انسان د نفوس بقا له ننګونو سره مخ کړي.

د کوپرنیکس موندنې د ملیاردونو سرچینو لکه د سپوږمکیو ، کښتیو ، الوتکو او هوایي سټیشنونو څخه ترلاسه شوي دي.

دا هم ولولئ:  په هرو ۴دقیقو کې یو تن له مغزي سکتې سره مخامخ کېږي

د غیر عادي بارانونو اورښت

د کوپرنیکس نوې موندنې دا هم ښیي چې د سږکال په اکتوبر کې د تودوخې درجه په شمالي قطب کې د سمندر یخ له منځنۍ کچې ۱۹سلنه او په جنوبي قطب کې له منځنۍ کچې ۸ سلنه ټیټه وه.

کوپرنیکس په خپل بولټن کې د اسپانیا په ګډون د اروپا په لویو برخو کې غیر عادي بارانونه هم د اقلیم د بدلون نښه یاده کړې، چیرې چې له امله یې تر ۲۰۰ ډیر خلک د سختو سیلابونو له امله مړه شول.

د هوا پېژندنې نړیوال سازمان تېره اونۍ اعلان وکړ، چې د ځمکې په اتموسفیر کې د ککړتیاو راټولېدل د ۲۰۲۳ کال له ثبت شوي ریکارډ څخه هم ډیره لوړه ده.

دغه سازمان ویلي چې کاربن ډای اکساید د انسان په تاریخ کې د بل هر وخت په پرتله په اتموسفیر کې په چټکۍ سره د راټولېدو په حال کې ده او د دوو لسیزو کې په پرتله لس سلنه زیات شوی او همدا په ځمکه کې د سخت اقلیمي بدلون لامل شوی دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button