افغانستانسیمه

د ازبکستان ولسمشر: د افغانستان ثبات د نړیوالو ګډو هڅو ته اړ دی

اړوند خبرونه:

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

د ازبکستان ولسمشر شوکت میر میرضیایف ویلي، د افغانستان ثبات د نړیوالو ګډو هڅو غوښتنه کوي

د ازبکستان ولسمشر شوکت میر ضیایف، د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې وویل چې د افغانستان د سولې او ثبات ټینګښت د نړیوالې ټولنې ګډو هڅو ته اړتیا لري.

هغه ټینګار وکړ چې د نړیوال او سیمه ییز امنیت لپاره د افغانستان وضعیت له پامه نه شي غورځول کېدای. میر ضیایف وویل:

«د افغانانو د ارمانونو ملاتړ، چې غواړي په سوله ییزه او باثباته فضا کې ژوند وکړي، د نړیوالې ټولنې ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.»

ولسمشر میر ضیایف زیاته کړه چې د افغانستان د انزوا مخنیوی ډېر مهم دی او هیواد یې د افغانستان په خاوره کې د لویو اقتصادي او زیربنایي پروژو د تطبیق نیت لري. نوموړي وړاندیز وکړ چې د ملګرو ملتونو یوه ځانګړی پرېکړه لیک دې د افغانستان له لارې د نړيوالو ترانزیتي او انرژۍ لارو د پراختیا په اړه تصویب شي.

اوزبکستان تر دې دمه له طالبانو سره لسګونه ګډې اقتصادي پروژې لاسلیک کړې دي او غواړي چې د ترانس افغان پروژې په وسیله د افغانستان له لارې له پاکستان سره په ریللار وصل شي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button