Uncategorized

د اسرائیلو دفاع وزیر له دندې لرې کړل شو

د اسرائیلو لومړي وزیر خپل دفاع وزیر له دندې ګوښه کړی دی

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین یتنیاهو او دفاع وزیر تر منځ د جګړو د مدیریت پر سر ژور اختلافات او ناندرۍ موجودې وې.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د سې شنبه په ماښام اعلان وکړ، چې بنیامین نتنیاهو د دې هېواد د دفاع وزیر یواو ګالانټ له دندې ګوښه کړ. د اسراییل د لومړي وزیر دفتر زیاته کړې، چې د دې هېواد د جګړو د مدیریت پر سر د نتنیاهو او ګالانټ ترمنځ ډېر اختلافونه و.

د جګړو په اړه د نتنیاهو نظر

د نتنیاهو په بیانیه کې راغلي: «د اسراییل د لومړي وزیر په توګه زما تر ټولو مهمه دنده د هېواد د امنیت ټینګښت او د پرېکنده بریا په لور زمونږ رهبري ده.»

afghan 2024 11 06t091847.467

نوموړي زیاته کړې: «د جګړو پرمهال تر هر بل وخته د لومړي وزیر او د دفاع وزیر ترمنځ بشپړ باور اړین دی او متاسفانه دغه باور چې په لومړیو کې و او ډېرې لاسته راوړنې مو هم درلودې، په وروستیو میاشتو کې له منځه ولاړ.»

نتنیاهو همداراز ویلي، چې د اختلافونو د حل لپاره یې په ځلونو هڅې وکړې، خو دغه اختلافونه د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتې شوې.

نور ولولئ: د ایران د پارلمان رئیس: پر اسراییل برید ‘غاښ ماتوونکی ځواب’ دی

نور ولولئ: ایران له اسرائیلو د غچ اخیستو ګواښ کړی

نور ولولئ: د اسرائیل پوځ ادعا کړې چې د حزب الله مهم قومندان یې وژلی

د نوموړي په وینا: «دغه اختلافونه په نا مناسب شکل ان عمومي افکارو ته ورسېد او تر دې بدتره دا چې زمونږ د دوښمنانو غوږ ته هم دا خبرې ورسېدې او ترې ګټه یې پورته کړه او خوند یې واخیست.»

یواو ګالانټ بیا د اسراییل له دفاع وزارت څخه د دندې تر ګوښه کېدو وروسته په خپل اېکس کې ولیکل: «د اسراییل د امنیت ټینګښت زما د ژوند ماموریت و همداراز به وي.»

په اسرائیل کې د پراخو لاریونونو ویره

له دې سره، اسراییلي رسنیو راپور ورکړی چې په دې هېواد کې د معترضانو بېلابېلو ډلو د ګالانټ د لرې کېدو په غبرګون کې په ټول اسراییل کې د پراخو لاریونونو غوښتنه وکړه.

تر دې وړاندې چې نتنیاهو ګالانټ له کابینې څخه اېستلی و، په اسراییل کې پراخ لاریونونه وشول او د دې هېواد لومړی وزیر اړ شو چې یواو ګالانټ بېرته کابینې ته راولي.

د اسراییل لومړي وزیر د امریکا د ټاکنو په ورځ خپل دفاع وزیر له دندې ګوښه کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه هېواد د ایران د یوه بل احتمالي برید لپاره چمتوالی نیسي.

ایراني چارواکو خبرداری ورکړی، چې په دې هېواد د اسراییل د بریدونو غچ اخلي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button