د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند له هوکړې د ملګرو ملتونو هرکلی

اړوند مطالب:
طالب رژیم: غزه کې باید ژر تر ژره اوربند وشي
اسرائیل: د واشنګټن له وسلو پرته غزه کې جګړې ته دوام ورکوو
په غزه کې د اسرائیلو صهیونیستي رژیم هوايي برید کې ۲۹ فلسطینیان شهیدان شوي
د عرب اماراتو نوبل نایټ ۳: مرکزي غزه کې به له بې ځایه شوو سره مرستې وکړو
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی او پر بشپړ پلي کېدو یې ټینګار کړی دی.
ګوترېش پنجشنبه د جنورۍ پر ۱۶مه، د دغه درې پړاویز اوربند له هوکړې لږ وروسته زیاته کړې چې نوموړی د برمته شویو کسانو له ازادۍ هرکلی کوي.
هغه د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند په ټینګښت کې د متحده ایالاتو، قطر او مصر له هڅو ستاینه کړې ده.
ګوترېش غزې ته د بشري مرستو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند له هوکړې خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې دا هوکړه به راتلونکې یکشنبه پلي شي.
امریکا، مصر او قطر به له دې هوکړې څارنه کوي.